Home+اړیکې یا ارتباطات!| حمیدالله حقیقي

اړیکې یا ارتباطات!| حمیدالله حقیقي

د اړیکو او یا ارتباطاتو اصلي معنا دا ده چې څنګه کولای شي خلک خپل نظرونه، احساسونه او له هرې پیښې څخه برداشت یا اخیستنه له یو بل سره شریکې کړي. خلک کولای شي له یو بل سره په خبرو اترو، لیکنو او د بدن د غړو په حرکاتو (اشارې) اړیکې ټینګې کړي او ښې اړیکې ټینګول بیا د یو بل په بشپړه پيژندنه کې خورا مهم رول لوبوي.
د اړیکو اصلي پیغام هم همدا ده څنګه وکولای شو ټولنیز ژوند کې له یوه بل سره اړیکې وساتو او د یو بل ترمنځ د مشابهت افکار او دلایل پیدا کړو او مکالمه ترسره کړو چې پرې اړیکې ټینګې شي.
مثبتې اړیکې په ورځنیو چارو، کورنۍ، دنده او ښونځي کې ستاسو کارونو ته پرمختګ ور په برخه کوي، ځکه د ښو اړیکو په سبب کولای شو د کډوډیو او ستونزو مخه ونیسو او پرمختګ ته لاره هواره شي.
د خلکو خبرو ته غوږ نیول او اصلي موضوع ته ځان رسول، په اصلي پيغام پوهیدل او ځواب لپاره تابیا نیول هم د اړیکو یوه لویه برخه ده، ځکه مخکې له ځواب څخه ځان پوه کول او د موضوع تحلیل او تجزیه وروسته په دقیقه توګه ځواب ورکول د اړیکو تر ټولو مهم مهارتونه شمېرل کیږي.
په څرګند ډول خبرې کول، د ساده کلمو کارول، د مقابل لوري په خبرو پوهیدل او مقابل لوری پوه کول اړیکې آسانه کوي، د خبرو پرمهال د سترګو اړیکې ټینګول، مقابل لوري ته د خبرو پرمهال درناوی او د هغو خبرو ته د یوه با ارزښته خبرو په توګه غوږ نیول او همداراز له بېلا بېلو کسانو سره اړیکې جوړول دا د اړیکو د پراختیا لامل کیږي.
په اړیکو کې مخاطب پيژندنه هم خورا مهم رول لري، که چیرې تاسو خپل مخاطب درک نه کړئ او د هغه موضوع په هکله چې تاسو مباحثه ترسره کوئ، ځان پوه نه کړئ، نه شئ کولای ښې اړیکې رامنځته کړئ او نه هم د موضوع د حل لپاره لارې پیدا کولای شئ.
تاسو باید پوه شئ چې په کوم مکان او زمان او د کوم مخاطب پر وړاندې کوم موضوعات مطرح کړئ او لومړی د خپلو مخاطبینو یا اوریدونکو په اړه ابتدایي یا لومړني معلومات ولرئ، چې هم وکولای شئ د مخاطب غوښتنې ته درناوی وکړئ او هم یې موضوع ته د حل لاره پیدا کړئ.
په اړیکو یا ارتباطاتو کې ستاسو حرکات سکانات او چلند هم مهم رول لوبوي ښه چلند او نارمل حرکاتو سره کولای شئ د مخاطب اعتماد او باور ترلاسه کړئ، نو د هر چا په وړاندې داسې چلند وکړئ لکه هغه کس سره چې تاسو ډیر ځلي لیدلي دي او د ده خبرې د تاسو لپاره ډیرې مهمې دي.
اوس د اړیکو په پراختیا تم کیږو: په ژوند کې د اړیکو پراختیا خورا مهم رول لوبوي که غواړئ مخاطب ستاسو په خبرو پوه شي اول باید ته د بل په خبره پوه شئ، په خبرو د پوهېدو لپاره خبرې ته د غوږ کېښودو ډول زده کول اړین دي او بیا داسې کلماتو کارول او په داسې الفاظو غږیدل مهم دي چې ستاسو مخاطب ستاسو خبرې درک او آن ستاسو حرکات او سکانات هم باید ستاسو خبرې توضیح او څرګندې کړي.
همدا رنګه له ډیرو خلکو سره اړیکې ټینګول او بېلا بېلو نظریاتو سره آشنا کیدل، له خلکو سره په خبرو اترو او راکړه ورکړه کې نرم چلند کول او د خوږو کلماتو کارول د اړیکو د پراختیا لامل ګرځي، نو کوښښ وکړئ چې اړیکې مو پراخې وي.
د اړیکو د پراختیا لپاره د غوره مهارتونو ترلاسه کول وخت نیسي، خو که چیرې تاسو وکولای شئ په ژوند کې د بریاليو کسانو په ټولګه کې راشئ، نو کوښښ وکړئ چې د ښو اړیکو مهارتونه ترلاسه کړئ او په خپلو مهارتونو سره خلک دې ته وهڅوئ چې ستاسو د خبرو اوریدو او ستاسو خبرو ته د غوږ نیولو لیوالتیا پیدا کړي.
ملګرو او ټولنې ته داسې موضوعات وړاندې کړئ چې خلک یې په اوریدلو کې ځان پيدا کړي او هرځای کې چې وینا کوئ هرڅوک په کې ځان وویني او په دې فکر کې وي چې دا خبرې ماته ټولې زما ژوند ته متوجه دي، نو دا هغه وخت کیدلای شي ټول هغه مهارتونه چې په دې لنډه پورته لیکنه کې ترې یادونه وشوه، ځان پرې پوه کړئ.
ماخذ:

https://online.springarbor.edu/news/fundamentals-communication-8-basic-concepts-and-definitions
https://www.thoughtco.com/what-is-communication-process-1689767
https://study.com/academy/lesson/what-is-communication-definition-importance.html

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د اشا بوسلي هنري او شخصي ژوند ته کتنه

اشا بوسلي (Asha Bhosle) د هندي موسیقۍ له هغو افسانوي څېرو څخه ده چې څو لسیزې یې د بالیووډ او هندي موسیقۍ نړۍ ته...