Homeخبرونهننګرهار کې ۱۶تنه پاکستان ته د تېلو د قاچاق په تور نیول...

ننګرهار کې ۱۶تنه پاکستان ته د تېلو د قاچاق په تور نیول شوي

تاند (دوشنبه د وري – حمل ۲۴مه) ننګرهار کې ۱۶ تنه پاکستان ته د تېلو د قاچاق په تور نیول شوي دي.

په دې ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد ویلي چې، دغه کسان د دغه ولایت په دوربابا ولسوالۍ کې نیول شوي دي.

حماد زیاتوي چې، دوی هڅه کوله پاکستان ته یو ټانکر او ۱۸۲ بوشکو تېل قاچاق کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی  او وروسته به عدلي او قضایي بنسټونو ته وسپارل شي.

دا کسان دتېلو د قاچاق په تور داسې مهال نیول کېږي چې، د ایران، اسراییلو د جګړې له امله د په ټوله نړۍ کې تیل او ګازو نرخونه په لوړېدو دي.

افغانستان بیا یو له هغو هېوادونو دی چې، په جګړو کې زیات اقتصادي زیان وي او اقتصاد پوهان یې دلیل دا ښيي چې، داخلي تولیدات نشته او د خوراکي توکو ترڅنګ تیل او ګاز له بهرنیو هیوادونو را واردېږي.

1 COMMENT

  1. زما په اندخوددي قاچاقبرانودغه شرم بس دی چي یوخوپه داسي حال کي دخپل هیوادڅخه غلاکوي چي داسماني اومځکني افتونوورمخ دی اوبل دغه تیل چاته وړي . ته خبر نه يي چي دهغه که وس درورسیږي په داخپلوقاچاق سووتیلوبه دي وسوخوي ،سترګي خلاسي کړه لږئی سوخلي دي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...