Homeخبرونهنن په ټول هېواد کې د پولیو واکسین کمپاین پيل شو

نن په ټول هېواد کې د پولیو واکسین کمپاین پيل شو

تاند (دوشنبه د وري – حمل ۲۴مه) د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې نن دوشنبه د اپرېل ۱۳مه د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین عمومي کمپاین پيل شو.

روغتیايي مسوولانو پرون د دې کمپاین د پرانیستې پرمهال ویلي چې،په دې کمپاین کې به له ۱۲ نیم میلیونه زیاتو کوچنیانو ته واکسین ورکول شي.

افغانستان کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان زیاته کړې وه چې،  دې څلور ورځني کمپاین کې به له پنځو کالونو د کم عمر ۱۲.۶ میلیونه ماشومان واکسین شي.

په دې کمپاین کې د سړې هوای له امله بامیان او دایکندي ولایتونه نه دي شامل او د مسوولانو په خبره یوه اونۍ وروسته به دې ولایتونو کې پيل شي.

دا په افغانستان کې د سږني کال د پولیو دویم واکسین کمپاین دی.

روغتیاپالانو له خلکو غوښتي چې خپل ماشومان واکسین کړي څو د پولیو له دې مضره ناروغۍ خوندي پاتې شي.

افغانستان او پاکستان یو له هغو هېوادونو دي چې لا هم د ماشومانو ګوزڼ ناروغي په کې شته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...