تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۲۴ مه) یوټیوب د خپلو پریمیم کاروونکو لپاره د «آټو سپیډ» په نوم یو نوی فیچر معرفي کړی دی، چې د ویډیوګانو د پلېبک سرعت به په اوتومات ډول تنظیموي، څو د نندارچیانو وخت خوندي شي، په ځانګړي ډول هغه وخت چې ویډیو بیا کتل کېږي.
د یوټیوب له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا فیچر به په داسې مؤثره توګه کار وکړي چې د ویډیو کیفیت به اغېزمن نه کړي او کاروونکو ته به د ویډیو لیدلو اسانتیا نوره هم زیاته کړي.
اوس مهال دا فیچر یوازې د یوټیوب په اپلیکیشن کې د محدودو انګلیسي ویډیوګانو لپاره فعال دی او یوازې د یوټیوب پریمیم کاروونکي ترې کار اخیستلی شي. شرکت روښانه کړې چې دا فیچر په عادي ډول غیر فعال وي او کاروونکي یې باید په خپله فعال کړي.
«آټو سپیډ» فیچر څنګه کار کوي؟
د دې فیچر د فعالولو لپاره پریمیم کاروونکي باید د تنظیماتو برخې ته ولاړ شي او هلته د «نوي ازمیښتي فیچرونو هڅه وکړئ» په انتخاب کې دا فیچر فعال کړي. وروسته، د ویډیو د لیدلو پر مهال د پلېبک د سرعت له کنټرول مېنو څخه دا فیچر کارولی شي.
شرکت همداراز ویلي چې که کومه ویډیو د دې فیچر ملاتړ ونه لري، نو دا فیچر به په اوتومات ډول غیر فعال شي.
نور فیچرونه
یوټیوب یو بل نوی فیچر هم معرفي کوي چې د هغو کاروونکو لپاره دی چې د تګ پر مهال (On The Go) ویډیوګانې کاروي. دا فیچر اوس مهال یوازې د اندروېډ په اپلیکیشن کې شته او پکې د اورېدو لپاره اسانه کنټرولونه برابر شوي، څو کاروونکي وکولای شي د خپلو ورځنیو کارونو په ترڅ کې ویډیوګانې په اسانه واوري.
د شرکت په وینا، دا فیچر به د اپرېل تر ۲۷مې پورې د یوټیوب پریمیم د کاروونکو لپاره موجود وي او تمه ده چې په راتلونکې کې نورو ژبو او ویډیوګانو ته هم وغځول شي.