تاند (جمعه، د وري/ حمل ۲۱ مه) د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند د دوام په اړه د نامعلوم وضعیت او د هرمز تنګي د بند پاتې کېدو له امله، د پنجشنبې په ماسپښین، د نړۍ د تېلو بیې یو ځل بیا لوړې شوې او هر بېرل نژدې ۱۰۰ ډالرو ته ورسېد.
له دې سره چې ایران ټینګار کوي لبنان هم د اوربند په تړون کې شامل دی، په لبنان کې د اسرائیل د بریدونو دوام او د حزبالله ځوابي بریدونه، د نړیوالو مالي بازارونو د سوداګرو اندېښنې زیاتې کړې دي او په ځینو هېوادونو کې د ونډو ارزښت راټیټ شوی دی.
د تېلو بیه هم شاوخوا ۵ سلنه لوړه شوې او د هر بیرل بیه کابو ۱۰۰ ډالرو ته رسېدلې ده.
د انرژۍ د بازار یوه کارپوه په دې اړه فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي: «تر څو چې د ټولو اړخونو ترمنځ یو دایمي تړون ونه شي، د تېلو بیې به لوړې او بېثباته پاتې شي.»
همداراز د پنجشنبې په ورځ له اسیا او اروپا څخه تر (وال سټریټ) پورې د ونډو بازارونه مخ په ځوړ او زیان سره پرانیستل شول.