Homeخبرونهد ایران د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې یو پلاوی یې...

د ایران د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې یو پلاوی یې له امریکا سره د خبرو لپاره پاکستان ته ځي

تاند (پنجشنبه، د وري/ حمل ۲۰ مه) د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د پنجشنبې په ورځ (وری ۲۰) اعلان وکړ چې د ایران یو پلاوی به د سولې په خبرو کې د ګډون لپاره د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد ته ولاړ شي.

سعید خطیب‌زاده زیاته کړه چې ښايي د اسلامي شورا رئیس، محمدباقر قالیباف، د ایراني پلاوي مشري پر غاړه واخلي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستۍ جګړې په ترڅ کې تایید کړې وه چې حکومت یې د ایران د پارلمان له رئیس سره د یوې موافقې د ترلاسه کولو لپاره خبرې کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هم ادعا وکړه چې تهران د چهارشنبې په شپه «د ځواب ویلو په درشل کې» و، د هغه څه په غبرګون کې چې د اسرائیل له لوري د اوربند ماتول بلل شوي دي.

خطیب‌زاده وویل: «ایران تېره شپه د اوربند د نقض په ځواب کې اقدام ته نژدې و، خو پاکستان مداخله وکړه او داسې پیغامونه یې ولېږل چې امریکا به اسرائیل کنټرول کړي.»

په همدې حال کې اسرائیل د چهارشنبې په ورځ پر لبنان سخت بریدونه وکړل چې له امله یې سلګونه کسان ووژل شول او ټپیان شول. یو شمېر ایراني چارواکو او د حکومت ملاتړو رسنیو ویلي چې دا بریدونه د هغه اوربند سرغړونه ده چې د چهارشنبې له سهاره نافذ شوی و.

خو د اسرائیل صدراعظم او د امریکا جګپوړو چارواکو ویلي چې لبنان د هغه اوربند برخه نه ده چې د ایران او امریکا ترمنځ اعلان شوی.

له بلې خوا، لبناني چارواکو او اروپايي اتحادیې غوښتنه کړې چې پر لبنان بریدونه هم باید ودرول شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان چارواکو د ایران او امریکا ترمنځ د لومړنیو خبرو له پیل مخکې اسلام‌اباد په بشپړه توګه کلابند کړی او د سرینا هوټل شاوخوا درې کیلومتره سیمه کې ټولې لارې تړل شوې دي.

د راپور له مخې تمه کېږي چې د دواړو هېوادونو پلاوي به په همدې هوټل کې مېشت شي، او هوټل له خپلو مېلمنو غوښتي چې تر یکشنبې پورې خپلې خونې خالي کړي، ځکه دا ځای د «یوې مهمې غونډې» لپاره ځانګړی شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...