Homeخبرونهراشدخان: د ملا د ټپ له امله اړ یم ټېسټ لوبې کمې...

راشدخان: د ملا د ټپ له امله اړ یم ټېسټ لوبې کمې کړم

تاند (پنج شنبه د وري – حمل ۲۰مه) د کرېک انفو د راپور له‌مخې د افغانستان او نړۍ مخکښ ورو توپ اچوونکی راشد خان وايي، د خپل کرکټ راتلونکي د اوږدولو لپاره اړ دی په ټېسټ کرکټ کې خپلې لوبې محدودې کړي.

راشد، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې د ملا ټپ لري، اوس کال کې یوازې یو ټېسټ لوبه کوي او وايي د ډاکټرانو له سپارښتنو سره سره یې مخکې ځان ډېر ستړی کړی و.

هغه زیاتوي، که د ټېسټ لوبو له امله ټپ بیا زیات شي، ښايي نور د افغانستان لپاره ونه لوبېږي.

هغه وایي اوس یې تمرکز د ۲۰۲۷ نړیوال جام لوبو ته دی.

د افغانستان کرکټ بورډتر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د افغانستان د کرکټ دغه ستوری اوسمهال د هند غوره لیګ کې له ګجرات لوبډلې سره لوبېږي او تېره شپه یې د غوره لوبې پرمهال درې لوبغاړي اوټ کړل او غوره لوبغاړی شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...