Homeخبرونهڅه باندې ۲۹ میلیونه افغانان د ټیلکام خدماتو ته لاسرسی لري

څه باندې ۲۹ میلیونه افغانان د ټیلکام خدماتو ته لاسرسی لري

تاند (پنجشنبه، د وري/ حمل ۲۰ مه) د افغانستان د مخابراتو د تنظیم اداره (اترا) وايي چې په تېرو څلورو کلونو کې یې د انټرنېټ د بیو لپاره دوه ځله حد ټاکلی دی.

د اترا د ویاند په وینا، د ۱۴۰۴ کال (۲۰۲۵) په دوهم قیمت ټاکلو کې، د هر ګیګابایټ انټرنېټ بیه ۱۵ افغانۍ راټیټه شوې، او د ټیلیفوني اړیکو د هرې دقیقې بیه هم له ۳۶ سلنې څخه زیاته کمه شوې ده.

د اترا ویاند جلال‌الدین شمس نن کورنیو رسنیو ته وویل: «د ۱۴۰۴ کال د ټاکل شوي قیمت حد له مخې، د خدماتو بیې راکمې شوې دي، او د بازار د سیالۍ د زیاتېدو له امله، مخابراتي شبکې اوس انټرنېټ او مخابراتي کڅوړې په ډېر ټیټ قیمت وړاندې کوي.»

د اترا ویاند همداراز ویلي چې د هېواد په کچه د ټولو خلکو لپاره د مخابراتي خدمتونو د پراخولو هڅې روانې دي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، اوس مهال تر ۲۹ میلیونه زیات افغانان مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی لري.

شمس زیاته کړه: «د مخابراتي خدمتونو پراختیا په چټکۍ روانه ده. یوازې په ۱۴۰۴ کال کې له ۵۰۰ څخه زیات مخابراتي سایټونه په ټول هېواد کې فعال شوي دي، او نن ورځ څه باندې ۲۹ میلیونه وګړي دې خدمتونو ته لاسرسی لري.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د غزني ګیرو ولسوالي | اسدالله بلهارجلالزی

د سپینې خولې مزه دې ډېره چې پرې یې نه ږدې، د ګېرو په ډېرانونه ګیرو د غزني له اتلسګونو ولسوالیو څخه ده چې د غزني...