Homeخبرونهله پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق شوې وسلې ونیول شوې

له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق شوې وسلې ونیول شوې

تاند (پنج شنبه د وري – حمل ۲۰مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت  دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د دوی اړوند ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ۱۳ میله تمانچې، ۱۰ کارټنه پټاقۍ او ۲۰ کلچې تاریاک نیولي دي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې دغه وسلې او نشه‌يي توکي له پاکستان نه د افغانستان ننګرهار ولایت ته راوړل کېدل.

د طالبانو دفاع وزارت خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې نیول شوي توکي یې د کشفي او استخباراتي معلوماتو پربنسټ ترلاسه کړي.

طالبانو د یادو توکو په تړاو د کوم چا د نیولو په اړه څه نه‌دي ویلي.

دا په داسي حال کې ده، چې د طالبانو د ۲۰۵ البدر قول اردو پرون ویلي‌ و د کندهار د سپین بولدک له لارې یې پاکستان ته د درېیو ډرون کمرو، ۲زره مېلیونه ایراني تومانو او ۱۶۹ کیلوګرامه سپینو زرو له قاچاق مخنیوی کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیکوال، څېړونکی او شاعر عارف غروال وفات شو

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲ مه) د افغانستان یوه تکړه څېړونکی، شاعر او د علومو اکاډمۍ مشر غړي عارف غروال د ۸۱ کلونو...