تاند (پنج شنبه د وري – حمل ۲۰مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ویلي، هېواد کې د وروستیو ورښتونو، سېلابونو راوتلو، غرښویېدنې او زلزلې له کبله ۱۴۸تنه مړه، ۲۱۶ ټپیان او ۸ تنه لادرکه دي.
فطرت ویلي، د دغو پېښو له کبله ۱۸۶۲کورونه په بشپړ او ۵ زره ۱۰کورونه په نسبي ډول ویجاړ شوي.
دغه راز ۳۶۶ کیلومټره سړکونه، ۱۶زره ۷۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې او حاصلات او ۴زره ۱۳۶ونې هم له منځه تللي دي.
فطرت وایي چې، د سېلابونو له کبله ۱۸۰۱ څاروي هم تلف شوي او په ټولیز ډول ۷زره ۵۰۴کورنۍ زیانمنې شوې دي.