Homeخبرونهپه ابونصر فراهي بندر کې اورلګېدو مالي تاوانونه اړولي دي

په ابونصر فراهي بندر کې اورلګېدو مالي تاوانونه اړولي دي

تاند (پنجشنبه، د وري/ حمل ۲۰ مه) د فراه ولایت په ابونصرفراهي بندر کې د لګېدلي اور په نتیجه کې ډېر مالي تاوانونه اوښتي دي.

په فراه کې چارواکي وايي چې تېر ماښام په دې بندر کې ستر اور ولګېد او بالاخره د ایران په «په همکارۍ» ووژل شو.

ځايي چارواکو تر اوسه د اور لګېدو د لامل، د زیانونو د اندازې او د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي خو شاهدان وايي چې اور ډېر پراخ و او ډېر مالي زیان یې اړولی دی.

په خواله رسنیو کې په خپرو شویو ویدیوګانو او عکسونو کې د پېښې د ځای په اسمان کې لوګي لیدل کېږي او ځینې شاهدان وايي چې یو شمېر موترونه هم سوځېدلي دي.

د ابونصر فراهی بندر د افغانستان او ایران ترمنځ له لویو سوداګریزو بندرونو څخه شمېرل کېږي. د افغانستان سرحدي بندرونه د اور وژنې له عصري سیستمونو بې برخې دي.

تر دې وړاندې څو ځلې په اسلام‌کلا او سپین بولدک کې اورونه لکېدلي او ډېر مالي تاوانونه یې اړولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د فرانسې حکومت د البرکامو په لاس کښل‌شوي اثار په ۹ میلیون یورو رانیول

تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۷ مه) د فرانسې ملي کتابتون د نوبل جایزې ګټونکي فرانسوي لیکوال البر کامو Albert Camus سلګونه تاریخي اسناد،...