Homeخبرونهننګرهار کې ترافیکي پېښې ۳۳ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

ننګرهار کې ترافیکي پېښې ۳۳ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند (پنج شنبه د وري – حمل ۲۰مه) د ننګرهار مرکز، جلال‌اباد په حلقوي سړک د کډوالو لوی موټر ترافیکي پېښه کړې چې، له امله یې یو کس مړ او ۳۵ نور ټپيان شوي دي.

دغه پېښه تېره شپه ناوخته رامنځته شوې ده.

ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د امنیې قوماندانۍ ویاند، سید طیب حماد ویلي چې دا ترافیکي پېښه د تخنیکي ستونزې له امله شوې او ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

په دې اړه د ولایت د رسنیو دفتر له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې د ټپيانو روغتیايي حالت «ښه» بلل شوی او د درملنې لپاره یې د لازمو اقداماتو سپارښتنه شوې ده.

د یادولو ده چې له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعات بلل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

بابولالې | آصف بهاند

د پښتني فلکلور یوه لرغونې سندره راغی رومال راغی ــ رومال پټ دی په قبو کې د «پلانکي» په سرکې ایښی، سر یې لوړ دې په...