تاند (پنج شنبه د وري – حمل ۲۰مه) د والسټرېټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا حکومت په قطر کې د مېشتو افغان کډوالو د برخلیک د حل لپاره پر بېلابېلو طرحو غور کوي.
په دې کې یو وړاندیز دا دی چې یاد افغانان افریقايي هېوادونو ته ولېږدول شي. تر اوسه د دې هېوادونو په اړه رسمي جزییات نه دي خپاره شوي.
تر دې مخکې داسې هم ویل شوي وو چې، قطر کې هغه کمپ وتړل شي چې په کې افغان کډوال مېشت دي.
امریکايي چارواکو ویلي چې بېلابېلو هېوادونو سره د دغو کسانو د انتقال په اړه خبرې روانې دي.
بل لورته د کډوالو د حقونو فعالانو خبرداری ورکړی چې که دا انتقال په منظم او خوندي ډول ترسره نهشي، د خلکو ژوند به له خطر سره مخ شي.
له یوکال څخه ډېر وخت کېږي چې تر ۱۱۰۰ زیات افغان کډوال د قطر په یوه پخواني امریکايي پوځي کمپ کې په نامعلوم وضعیت کې پاتې دي.
دا کسان د پخواني حکومت له سقوط وروسته هلته مېشت شوي، خو تر اوسه یې امریکا ته د تګ اجازه نه ده ترلاسه کړې، او لا معلومه هم نه ده چې دوی به کوم هېواد ته ولېږدول شي.