Homeخبرونهالاقصی جومات د لمونځ‌کوونکو پرمخ پرانېستل شو

الاقصی جومات د لمونځ‌کوونکو پرمخ پرانېستل شو

تاند (پنج شنبه د وري – حمل ۲۰مه) له شاوخوا ۴۰ ورځې تړل‌کېدو وروسته نن پنجشنبه، د الاقصی جومات بېرته د لمونځ‌کوونکو پرمخ پرانیستل شو.

دا بندیز د اسراییلو له لوري لګول شوی وو.

د راپورونو له مخې، نن سهار سلګونه لمونځ کوونکي دغه مقدس ځای ته ورغلل او د جومات د بیا پرانیستل‌کېدو هرکلی یې وکړ.

اسراییلي چارواکو په پای کې هغه محدودیتونه هم لرې کړل چې له امله یې خلکو ته جومات ته د داخلېدو اجازه نه ورکول کېده.

دا اقدام د بندیزونو پر وړاندې تر پراخ غبرګونونو او اندېښنو وروسته اخیستل شوی دی.

د بیت‌المقدس دغه تاریخي او مذهبي ځای د مسلمانانو لپاره ځانګړی اهمیت لري او د هغه تړل‌کېدو د نړۍ په بېلابېلو برخو کې اندېښنې راپارولې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...