لاپې، جګړه، شاتګ
لنډیز
د ۲۰۲۶ کال د اپرېل د ۷ او ۸مې نېټې تحول د ایران او امریکا ترمنځ د بشپړې سولې نښه نه وه، بلکې د شخړې د موقتي مدیریت، نسبي تنزل او دوه اوونیزې وقفې پړاو و. معتبرو نړیوالو سرچینو په متقابل ډول ښودلې چې دغه توقف د پاکستان د منځګړیتوب، د هرمز تنګي د بیا پرانیستو، او د خبرو د یوه لنډمهالي چوکاټ له رامنځته کېدو سره تړلی و؛ خو ایران د اوږدمهاله سولې لپاره خپل شرطونه لرل، اسرائیل لبنان له وقفې بېل باله، او د شخړې بنسټیز اختلافات نه وو حل شوي [1–6].
د دې بحران علمي لوست هغه وخت بشپړېږي چې څلور نور اړخونه هم ورسره یوځای وڅېړل شي:
د ټرمپ لوړې ادعاوې او وروسته شاتګ؛ د «رژیم-بدلون» د بلف او د «بې قید تسلیمۍ/کپیټولېشن» capitulation د نه تحقق موضوع؛
د هرمز د تنګي د بیا پرانیستو دقیق تعبیر؛ او د جګړې انساني، اخلاقي، اقتصادي او سیمه ییز زیانونه.
همدلته د مقالې اصلي استدلال ولاړ دی:
که پایله بیا هم بېرته موقتي توقف، منځګړیتوب او خبرو ته راګرځي، نو د جګړې تر مخه خبرې هم ممکنې او هم ضروري وې [1–3].
سریزه
د ایران – امریکا د وروستي کړکېچ په باب تر ټولو مهمه پوښتنه دا نه ده چې چا تر ټولو تنده ژبه وکاروله؛ اصلي پوښتنه دا ده چې چا کوم اهداف اعلان کړل، ځان یې څنګه د قاطع بدلون راوستونکي په توګه معرفي کړ، او وروستۍ پایله له هغو ادعاوو سره څومره برابره وه. د همدې معیار له مخې، د ټرمپ د ایران تګلاره د بیاکتنې وړ ده، ځکه هغه د اعظمي فشار، ضرب الاجل، او حتی د «یو بشپړ تمدن به نن شپه مړ شي» تر کچې ژبه وکاروله، خو بیا یې د خپلې ضرب الاجلي کرښې له بشپړې عملي کېدو مخکې دوه اوونیز توقف ومانه [1, 3, 4].
دا لیکنه ځکه د باور وړ ده چې یوازې پر یوې سرچینې نه ده ولاړه. د عاجلو فکتونو، تحلیلي مخینه (سیاق)، استخباراتي ارزونو او نظرپوښتنو لپاره بېلابېلې معتبري سرچینې کارول شوې دي [1] [4] [8] [14]. نو لوستونکی هره مهمه دعوه له منبع سره ویني، او که وغواړي خپله یې نور هم تعقیبولای شي.
۱. سوال: ټرمپ په اصل کې کوم اهداف اعلان کړي وو؟
د ټرمپ ژبه عادي دیپلوماتیک فشار نه و. هغه ایران ته ضرب الاجل ورکړ، د هرمز تنګي د ژر پرانیستو غوښتنه یې وکړه، او د «یو بشپړ تمدن به نن شپه مړ شي» تر کچې یې تهدیدي ژبه وکاروله. معتبرو راپورونو دا هم روښانه کړې چې دغه ژبه د ملکي زیربناوو، د ټولنیز ژوند، او د پراخې ورانۍ ګواښ درلود.
په ساده ژبه: ده ځان داسې وښود لکه په څو ورځو کې چې د ایران مسئله په زور حل کوي [2–5].
همدلته د مقالې اصلي تعریفاتي ټکی راځي: «اعظمي ادعا» هغه ده چې مشر خپله ژبه دومره لوړه کړي چې عادي شاتګ یا محدود حاصل بیا د بریا په نوم نه شي پلورل کېدای. کله چې ادعا اعظمي وي، حساب هم اعظمي کېږي. نو د ټرمپ د ارزونې تله باید د هغه د خپلو الفاظو له کچې جوړه شي، نه یوازې د وروسته جوړ شوي سیاسي روایت له مخې.
۲. سوال: آیا وروستۍ پایله د ټرمپ له لومړنیو ادعاوو سره برابره وه؟
د شواهدو لنډ ځواب دا دی: نه، په هماغه اعظمي بڼه نه وه. بېلابېلو معتبرو راپورونو ښودلې چې ټرمپ د خپلې ځان ټاکلې ضرب الاجلي کرښې له ختمېدو لږ مخکې دوه اوونیز توقف ومانه. په یوه باوري راپور کې دا هم راغلي چې دا بدلون شاوخوا ۹۰ دقیقې مخکې له هماغه ضرب الاجله اعلان شو.
نو بهیر له «اعظمي تحمیل» څخه «مشروط توقف او د خبرو فرصت» ته واوښت [1, 3, 4, 6, 7].
همدلته د لاپی «بلف» بحث علمي بڼه پیدا کوي.
په اکاډمیکه ژبه باید داسې وویل شي: د ټرمپ د اعلامي شدت او د هغه د وروستۍ سیاسي پایلې ترمنځ واټن موجود و.
دا تش شعار نه دی؛ دا د ادعاوو او پایلو د عدم تناسب تحلیلي بیان دی.
له همدې امله، د «لاپې، جګړه، شاتګ» درې ګوني حرکت یوازې ادبي تعبیر نه، بلکې د بحران د واقعي مسیر لنډه علمي خلاصه ده.
۳. سوال: آیا د «رژیم-بدلون» خبره یو ثابت واقعیت و، که یو خطرناک بلف؟
په همدې ځای کې باید ډېر روښانه او دقیق ووايو:
د «رژیم-بدلون» اعظمي هیله په عملي ډګر کې ثابته نه شوه. امریکايي استخباراتي ارزونو د ایران حکومت د نږدې سقوط له خطر سره نه باله، او وروسته فدرالي ارزونو ایران لا هم یو «دوامدار ګواښ» باله.
یعنې د سیاسي روایت اعظمي انځور او د استخباراتي ارزونې محتاط انځور سره یو شان نه وو [8, 9].
نو مقاله باید دا ټکی واضح کړي: که د جګړې اعظمي سیاسي ادعا «رژیم-بدلون» یا د مقابل لوري بشپړ ماتول وي، خو استخبارات د دوامدار مقاومت، د واک د پاتې کېدو، او د خطر د استمرار خبره کوي، نو دا ادعا لږ تر لږه تر ډېره بریده بلف او سیاسي مبالغه ښکاري.
دا بحث د ټرمپ د قضاوت په اړه جدي سوال راولاړوي:
آیا هغه له علم او حکمت کار اخیست، که له زور، شخصي هیجان، او خپل سرۍ؟
۴. سوال: آیا د «بې قید تسلیمۍ» یا بشپړ کپیټولېشن خبره رښتیا وه؟
نه. معتبرو راپورونو ښودلې چې نه ایران بې قیده تسلیم شو، نه داسې جامع توافق رامنځته شو چې د ټرمپ د لومړنیو غوښتنو بشپړ انعکاس وي. ایران د «lasting peace» لپاره شرطونه لرل:
د بریدونو درول، د بیا نه تکرار تضمین، او د زیان جبران. د ایران لس ماده ییز پلان، د غني سازۍ د موضوع ابهام، او د سیمه ییزو جبهو دوام دا معنا لري چې قضیه د «بې قیده کپیټولېشن» نه وه، بلکې د مشروطې وقفې او لانجمنو خبرو یوه مرحله وه [1, 3, 5].
له همدې امله، مقاله باید دا مهم تعریفي توپیر روښانه کړي:
«وقفه» له «تسلیمۍ» سره یو شی نه دی، او «د خبرو منل» له «ماتې» سره یو شان نه دي. که یو لوری لا هم شرطونه لري، د غني سازۍ پر حق ټینګار کوي، او د هرمز د مدیریت په اړه خپل دریځ ساتي، نو د بشپړې تسلیمۍ روایت له واقعیت سره سمون نه لري.
۵. سوال: د هرمز د تنګي د پرانیستو دقیق تعبیر څه و؟
دلته یو ډېر مهم تعریفاتي ټکی شته چې باید په مقاله کې په واضح ډول راشي.
د هرمز د تنګي بیا پرانیستل د دې معنا نه وه چې ایران بې اختیاره شو یا له خپل نفوذه لاس په سر شو.
د خوندي تګ راتګ خبره له «ایراني نظامي همغږۍ» او «نظارت» سره تړلې وه، او ایران حتی د فیسونو او د تګ راتګ د شرایطو په اړه بحث مطرح کاوه [1, 3, 5, 16].
نو علمي او دقیق تعبیر دا دی:
هرمز ازاد شو، خو د داسې ازادۍ په بڼه نه چې ګواکې ایران له صحنې ووت؛
بلکې د داسې موقتي او لانجمن پرانیستلو په بڼه چې په کې د ایران رول، د سپاه/انقلابي ګارد نفوذ، او د نظارت مسئله لا هم موجوده وه.
له همدې امله، که څوک دا «د ټرمپ بشپړه بریا» بولي، نو د واقعیت یوه مهمه برخه پټوي.
۶. سوال: آیا د ټرمپ لویه ناکامي تر هر څه وړاندې سیاسي او اخلاقي نه وه؟
هو، د موضوع اصلي وزن همدلته دی. په سیاست کې یوازې دا مهمه نه ده چې څوک زور کاروي؛
دا هم مهمه ده چې څه ژمنې کوي، کوم اهداف اعلانوي، او پایله له هغو موخو سره څومره سمون لري.
کله چې یو مشر ځان د چټک، قاطع او پرېکنده بدلون راوستونکي په توګه معرفي کړي، خو بیا د خپلې ضرب الاجلي کرښې له بشپړې عملي کېدو مخکې د وقفې او خبرو لوري ته ولاړ شي، نو د هغه د سیاسي هیبت پر دعوه سیوری لوېږي [1, 14].
له بلې خوا، هغه ژبه چې د «یو بشپړ تمدن» د نابودۍ تصور عادي کوي، یوازې سخت دریځ نه، بلکې اخلاقي بحران پارونکې ژبه هم ده.
په یوه معتبر راپور کې راغلي چې پاپ لېو دا ډول تهدید «واقعاً نه منونکی» وباله. همدا سبب کېږي چې د ټرمپ ستونزه او نا کا مې یوازې ستراتېژیکه نه، بلکې ژوره سیا سې او اخلاقي هم وبلل شي [12].
۷. سوال: د اسرائیل، د هغه د امنیتي محاسبې، او د سیمه ییز فشار اغېز څه و؟
د اسرائیل رول باید له امریکا جلا تحلیل شي. په معتبرو راپورونو کې راغلي چې نتانیاهو د امریکا له دوه اوونیز توقف سره موافقه وښوده، خو ویې ویل چې لبنان پکې نه شاملېږي. دا په دې معنا ده چې د واشنګټن – تهران موقتي تفاهم د شخړې ټولې جبهې نه بندولې، او د اسرائیلي امنیتي محاسبې خپل مستقل وزن درلود [11].
له همدې امله، په دی شننه کې دا سوال پر ځای دی:
آیا د ټرمپ د ایران تګلاره یوازې د سپینې ماڼۍ خپلواک تصمیم و، که د اسرائیلي امنیتي محاسبې، سیمه ییزو متحدینو، او د امریکا د نفوذي چاپېریال تر اغېز لاندې هم وه؟ تر اوسه دومره قوي عامه شواهد نه شته چې دا د قطعي امر او اطاعت په ژبه ولیکل شي، خو دومره مستند ویل کېدای شي چې اسرائیلي هدفونه، د لبنان جبهه، او نتانیاهو خپل مستقل او اغېزمن رول درلود [5, 11].
د روسیې او چین موقف
په همدې سیمه ییز انځور کې د روسیې او چین رول هم مهم و. دواړو هېوادونو د امنیت شورا هغه پرېکړه لیک ته منفي رأیه ورکړه چې د هرمز د تنګي د کښتۍ چلولو د خوندیتوب لپاره یې نړیواله همغږي غوښتله، ځکه د دوی په باور دغه متن ایران په یو اړخیز ډول نښه کاوه او د امریکا او اسرائیل د پوځي منطق لپاره اضافي مشروعیت برابراوه [23] [24]. له همدې امله، د روسیې او چین دریځ باید یوازې د ایران ملاتړ ونه بلل شي؛ بلکې د جګړې د لا پراخېدو د مخنیوي، د لویدیځ د فشارمنطق د مهارولو، او د بدیل دیپلوماتیک چوکاټ د غوښتنې په توګه هم ولوستل شي. د همدې دریځ سیاسي مانا دا وه چې نړیوال نظام په دې کړکېچ کې یو موټی نه و، او د واشنګټن د اعظمي فشار روایت ته له مهمو قدرتونو څخه بشپړ مشروعیت نه ورکول کېده [23].
د خلیج د هېوادونو موقف
د خلیج د ملکونو رول هم دوه اړخیز و: له یوې خوا هغوی د هرمز د تنګي د تړل کېدو، د انرژۍ د رسد د ګډوډۍ، او د ایراني بریدونو له مستقیم خطر سره مخ وو؛ له بلې خوا یې کوښښ کاوه چې بحران تر یوه حده مهار شي او د سیمې اقتصادي شریانونه بېرته عادي حالت ته وګرځي. د سعودي د الجبیل پر پتروشیمیايي تاسیساتو برید، د جګړې د خطر زنګ په خلیج کې لا لوړ کړ، او وروسته د خلیجي بازارونو ناڅاپي پورته تګ وښودله چې دغه هېوادونه د جګړې له دوام نه، بلکې د وقفې او نسبي ثبات له رامنځته کېدو سره راحت احساسوي [25] [26]. نو د خلیج د ملکونو نقش باید یوازې د تماشچیانو په توګه ونه لوستل شي؛ هغوی هم د جګړې مستقیم اغېزمن شوي، هم د امنیتي فشار تر سیوري لاندې پاتې شوي، او هم یې د تنزل او ثبات له هر فرصت سره عملي اقتصادي علاقه لرله [25] [26].
۸. سوال: د امریکايي استخباراتو، پخوانیو امنیتي چارواکو او د CIA د مخینه مهمو زیګنالونو مانا څه وه؟
د ټرمپ اعظمي روایت د امریکا د امنیتي او استخباراتي مخینه (سیاق) له احتیاطه هم جلا نه و.د فدرالي مهمو منا بعو ارزونو ایران لا هم یو «دوامدار ګواښ» باله، او سپینې ماڼۍ په ځینو مواردو کې دغه خطر په ټیټه کچه وښود. همداراز استخباراتي سرچینو (CIA ) هم دایران حکومت د نږدې سقوط خبره نه کوله [8] [9].
پخوانیو امریکايي استخباراتي او امنیتي څېرو ( د CIA پخوانی مشر )هم د ټرمپ د بحران په مدیریت نیوکې کړې. د دغو انتقادونو عمومي روح دا و چې ټرمپ لومړی بحران تود کړ او وروسته یې د هغه له شخړې د وتلو لاره لټوله. که څه هم ځینې مشهور لفظي اقتباسونه په مستقیمه پرانیستې منبع کې په بشپړ ډول نه دي تایید شوي، خو د داخلي امریکايي نقد عمومي مضمون دا و چې د سیاسي نندارې او د استخباراتي واقعیت ترمنځ واټن موجود و.
۹. سوال: ایا د ایران د مشر په اړه د شخصي او ناثابتو خبرو خپرول د ټرمپ د سیاسي پخوالي نښه ده؟
ټرمپ په دې بحران کې د ایران د نوي مشر د شخصي ژوند په اړه داسې خبرې وکړې چې نه ثابتې شوې وې او نه هم باوري سرچینو تایید کړې وې. که څه هم هغه وویل چې دا موضوع ورته استخباراتي چارواکو او نورو کسانو یاده کړې ده، خو دا خبره د ادعا د ثابتېدو لپاره بسنه نه کوي [13].
له علمي او اخلاقي پلوه، د دې کار ارزونه داسې کېږي چې په جګړه او بحران کې د مقابل لوري په اړه ناثابتې او سپکې خبرې خپرول د جدي سیاست نښه نه ده؛ بلکې دا د بحث د اصلي موضوعاتو څخه د پام اړولو او د سیاسي کچې د ټیټېدو څرګندونه کوي
۱۰. سوال: آیا د جګړې تودول د داخلي فشارونو ( ا پسټا ین ) د اړولو وسیله هم کېدای شي؟
دلته باید قوي احتیاط وشي. تر اوسه داسې کافي عامه شواهد نه شته چې په قطعیت سره وویل شي: «دا جګړه د اپسټاین د دوسیو د پټولو لپاره راوچول شوه.»
دا ډول جمله د علمي معیار له نظره ډېره درنه ده. خو دا پوښتنه مشروع ده چې آیا د جګړې تودول، اعظمي تهدیدي ژبه، او رسنیز شور د داخلي فشارونو او رسوایو د سیوري د کمولو لپاره هم کارېدلی شي که نه.
مخکې مطبو عا تو کی ثبت شوې وه چې ټرمپ د اپسټاین د شورماشور پر مهال د پام اړولو لپاره «distraction methods» کارولي وو، که څه هم تل بریالي نه وو [15].
نو ددی لیکنی د پاره سمه علمي بڼه دا ده:
دا موضوع د ثابت علت په توګه نه، بلکې د امکان، سوال، او سیاسي تحلیل په توګه راوړل شویده .
یعنې : آیا د جګړې تودول د داخلي فشارونو د انحراف یوه وسیله هم وه؟
دا پوښتنه د منابعو پر بنسټ مطرح کېدای شي، خو قطعي حکم نه شي کېدای.
۱۱. سوال: د امریکايي ولس نظر څه و، او ولې دا مهم دی؟
دا جګړه یوازې د مشرانو، جنرالانو او دیپلوماتانو موضوع نه وه؛ د امریکايي ولس نظر هم پکې مهم و. په نظرپوښتنو کې راغلي چې ډېری امریکایان د ایران له جګړې بدبین نظر لري او له ۷۵ سلنې ډېر یې د ځمکنیو ځواکونو د لېږلو مخالفت کړی دی. همداراز په نورو نظرپوښتنو کې راغلي چې اکثریت امریکایان جګړه ژر ختمول غواړي، حتی که ټول اعظمي اهداف بشپړ هم نه شي [14] [17].
دا ځکه مهمه ده چې د ټرمپ اعظمي ژبه یوازې له ایران سره مسئله نه لرله؛ هغه د امریکايي ولس له صبر، د هغوی له اقتصاد، او د «America First» له شعار سره هم په ټکر کې واقع کېده. کله چې په کور دننه ولس د جګړې د اوږدېدو، د سون توکو د لوړېدو، او د نړیوال بحران له زیاتېدو وېرېږي، نو د رهبرۍ سیاسي مشروعیت نور هم کمزورېږي.
۱۲. سوال: د ایران د غني سازۍ حق، د ملګرو ملتونو بندیزونه، او د جګړې انساني – اقتصادي حساب څه وایي؟
د NPT د څلورمې مادې له مخې، غړو هېوادونو ته د اټومي انرژۍ د سوله ییز استعمال، څېړنې، تولید او کارونې حق ورکول شوی دی.
ایران خپل بنسټیز استدلال پر همدې اصل ولاړوي، خو IAEA هم ټینګار کوي چې دغه حق د څارنې، شفافیت او safeguards له میکانیزم پرته مشروع عملي کېدای نه شي [18] [19].
همداراز، د ملګرو ملتونو د 2231 پرېکړه لیک له پای مهال وروسته د بندیزونو اوسنی وضعیت صاف او بې اختلافه نه، بلکې مبهم او قابل مناقشه دی [20].
د جګړې انساني او اقتصادي زیانونه هم کم نه وو. معتبرو بشري، اقتصادي او د انرژۍ اړوندو راپورونو ښودلې چې جګړې زرګونه کسان ووژل، پراخ بې ځایه کېدل رامنځته کړل، او د هرمز د بحران له کبله یې نړیوال بازار، د تیلو بیې، او د وارداتي اقتصادونو اعصاب ولړزول [2, 3, 21, 22].
همدلته د مقالې اصلي نتیجه بیا راژوندي کېږي:
هغه څه چې وروسته په خبرو او مشروطې وقفې کې تعقیبېږي، تر جګړې مخکې هم د خبرو وړ وو.
پایله او اغېزونه
د موجودو شواهدو له مخې، د ایران – امریکا د اپرېل ۲۰۲۶ تحول دایمي سوله نه، بلکې موقتي، مشروط او نازک اورکمونه و. د دې اورکمونې تر شا د منځګړیتوب، د هرمز تنګي حساسیت، او د نړیوال فشار زیاتوالی مهم عوامل وو.
خو د ایران شرطونه، د اسرائیل مستقل موقف، د لبنان د جبهې دوام، او د پوځي چمتووالي دوام دا ښيي چې د شخړې بنسټیز اختلافات لا نه دي حل شوي [1, 2].
د مقالې تر ټولو مهم ټکی دا دی:
ټرمپ ډېرې لاپې وکړې، جګړه یې توده کړه، او بیا یې شاتګ وکړ.
همدا درې ګوني حرکت – لاپې، جګړه، شاتګ – د دې بحران د سیاسي او اخلاقي لوست بنسټ جوړوي.
د «رژیم-بدلون» اعظمي ادعا ثابته نه شوه، د «بې قید تسلیمۍ» روایت تحقق ونه موند، د هرمز د پرانیستو تعبیر تر بشپړې بریا ډېر پېچلی و، او د جګړې انساني او اقتصادي بیه ډېره درنه وه.
له همدې امله، دا لیکنه لوستونکي دې نتیجې ته رسوي چې تر جګړې مخکې باید خبرې شوې وای، او زور د علم، حکمت ، او مسئولانه سیاست بدیل نه شی کیدای.
سرچینې
[1] Reuters, 7 April 2026, “Trump says he agrees to suspend bombing of Iran for two weeks.”
[2] Reuters, 8 April 2026, “US, Iran agree to two-week ceasefire with reopening of Strait of Hormuz.”
[3] Associated Press, 7-8 April 2026, “Ceasefire updates, Trump rhetoric, and regional reaction coverage.”
[4] Washington Post, 7 April 2026, “Trump agrees to suspend attacks for two weeks if Iran opens Strait of Hormuz.”
[5] The Guardian, 7-8 April 2026, “Coverage of the provisional ceasefire, Hormuz, and regional fallout.”
[6] Axios, 7 April 2026, “Pakistan’s mediation and the temporary ceasefire framework.”
[7] Wall Street Journal, April 2026, “Analysis of Trump’s retreat from threats to devastate Iran.”
[8] Reuters, 11 March 2026, “US intelligence says Iran government is not at risk of collapse.”
[9] Reuters, 8 April 2026, “Intelligence report warned of Iran’s persistent threat as White House downplayed it.”
[10] Reuters, 7 April 2026, “Iran sets preconditions for talks on lasting peace with the United States.”
[11] Reuters, 8 April 2026, “Netanyahu backs Trump’s pause on Iran strikes and says Lebanon is excluded.”
[12] Reuters, 7 April 2026, “Pope Leo calls Trump’s threat against Iran truly unacceptable.”
[13] Reuters, 13 March 2026, “Trump says intelligence officials briefed him on reports about Iran’s new leader.”
[14] Reuters/Ipsos, 3 April 2026, “Americans have bleak views on the Iran war.”
[15] Reuters, 26 July 2025, “Trump’s distraction methods fall flat against Epstein uproar.”
[16] Associated Press, 7 April 2026, “UN-related coverage on Strait of Hormuz debates and diplomatic fallout.”
[17] Washington Post, 1 April 2026, “Polling coverage showing low support for escalation and ground troops.”
[18] Treaty on the Non-Proliferation of Nuclear Weapons (NPT), Article IV.
[19] International Atomic Energy Agency (IAEA), GOV/2026/8, 27 February 2026, Safeguards report on the Islamic Republic of Iran.
[20] United Nations Security Council, Resolution 2231 (2015) and related 2026 discussions on implementation and snapback.
[21] World Bank, March 2026, Updates on growth, inflation, food security, and war-related economic risks.
[22] U.S. Energy Information Administration (EIA), Strait of Hormuz / world oil transit chokepoints materials.
[23] Reuters, 7 April 2026, “China and Russia veto U.N. resolution on protecting Hormuz shipping.”
[24] Associated Press, 7 April 2026, “Russia and China veto watered-down U.N. resolution aimed at reopening the Strait of Hormuz.”
[25] Reuters, 7 April 2026, “Iran has attacked Saudi Arabia’s Jubail petrochemical complex, IRGC says.”
[26] Reuters, 8 April 2026, “Gulf markets jump on U.S.-Iran ceasefire agreement.”H
محمد همایون همت