Homeخبرونهټرمپ له ایران سره پر دوه اوونیز اوربند غور کوي

ټرمپ له ایران سره پر دوه اوونیز اوربند غور کوي

تاند (چهارشنبه، د وري/ حمل ۱۹ مه) سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به ډېر ژر د ایران د جګړې په اړه د دوه اوونیز اوربند وړاندیز ته ځواب ورکړي.

د اکسیوس امریکايي ویبپاڼې خبریال باراک راوېد د سې‌شنبې په ماښام (۱۸ حمل) د سپینې ماڼۍ د ویاندې کارولاینلیفیټ Karoline Leavitt له قوله لیکلي چې:
«ولسمشر ټرمپ د دوه اوونیو اوربند له وړاندیزه خبر دی او ژر به پرې خپل دریځ څرګند کړي.»

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف له لوري له ټرمپ څخه غوښتنه شوې وه چې ایران ته ټاکل شوی ضرب‌الاجل دوې اوونۍ وغځوي، څو دیپلوماسۍ ته پوره فرصت ورکړل شي.

همداراز، یوه ایراني چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې تهران د پاکستان د دې اوربند وړاندیز ته په «مثبت نظر» ګوري او پرې غور کوي.

بل لور ته، ډونالډ ټرمپ د سې‌شنبې په ورځ یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې که ایران د امریکا پر غوښتنو، په ځانګړي ډول د هرمز تنګي د پرانیستو او د جګړې د پای ته رسولو تړون ته غاړه کښېنږدي، نو «یو بشپړ تمدن به نن شپه له منځه ولاړ شي او بیا به هېڅکله راژوندی نه شي».

خو د دوه اوونیز اوربند په اړه د دواړو خواوو مثبت نظر ته په کتو باور کېږي چې ټرمپ به خپل ضرب الاجل وځنډوي خو اسراییل مخکې تر دې چې امریکا د ایران پر ملکي تاسیساتو بریدونه پیل کړي، د سې شنبې په ورځ د ایران پر ګڼو ملکي تاسیساتو بریدونه وکړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...