بې طرفي که یو فعال، هدفمند ائتلاف؟
احمدشاه انګار تحلیل
هیلي نجیب، په دې وروستیو کې د نړۍ د اوسنیو سیاسي بدلونونو په اړه یو تحلیل وړاندې کړی او وړاندیز یې کړی چې د افغانستان لپاره تر ټولو غوره بهرنی سیاست بې طرفه پاتې کېدل دي. دا نظر په ظاهره منطقي ښکاري، خو که د نړیوال سیاست د واقعي جوړښت او تاریخي تجربو له زاویې ورته وکتل شي، نو دا پالیسي نه یوازې ناسمه ده، بلکې خطرناکه هم ده.
نړیوال سیاست د ارزښتونو پر بنسټ نه، بلکې د قدرت او منافعو پر بنسټ ولاړ دی. د ریالیزم تیوري ټینګار کوي چې دولتونه تل خپلې ملي ګټې تعقیبوي، او نړیوال اصول او حقوق یوازې تر هغه وخته معتبر وي چې د سترو قدرتونو له ګټو سره په ټکر کې نه وي. کله چې دا ټکر رامنځته شي، اصول ډېر ژر تر پښو لاندې کېږي. نو په داسې یو نظام کې د بې طرفۍ تمه کول، په حقیقت کې د سیاسي سادهګۍ نښه ده.
اوسنی نړیوال نظم د بدلون په حال کې دی. د چین او متحده ایالات ترمنځ ستراتیژیک رقابت ورځ تر بلې ژورېږي، چې دا به د راتلونکي نړیوال نظم بڼه وټاکي. دا رقابت یوازې اقتصادي نه دی، بلکې نظامي، ټکنالوژیکي او جیوپولیتیکي ابعاد هم لري.
په دې سیالۍ کې پاکستان په یوه ډېر حساس حالت کې قرار لري. له یوې خوا، چین د پاکستان نږدې ستراتیژیک ملګری دی او د ګوادر بندر له لارې غواړي د هند سمندر ته مستقیم لاسرسی ولري او خپل سمندري نفوذ پراخ کړي. له بلې خوا، امریکا هم پاکستان ته د یوې مهمې جیوستراتیژیکې سیمې په توګه ګوري.
همدا وضعیت پاکستان له یوه سخت انتخاب سره مخ کوي: نه شي کولای یوازې یو لوری ونیسي، ځکه دا کار به د بل لوري دښمني را وپاروي، او نه هم بې طرفه پاتې کېدای شي، ځکه دواړه قدرتونه په دې سیمه کې حیاتي ګټې لري. دا ستراتیژیک فشار د پاکستان د بقا لپاره یو جدي ګواښ دی.
په همدې ځای کې افغانستان ته یو تاریخي فرصت په لاس ورځي. که افغانستان وکولای شي چې په دې نړیوال رقابت کې فعاله او هوښیاره پالیسي غوره کړي، نو کولای شي د پاکستان له مضر نفوذ څخه دایمي ځان خلاص کړي او په سیمه کې د یو اغېزناک قدرت په توګه را څرګند شي.
په معاصر سیاسي علومو کې د بهرني سیاست درې اساسي تګلارې پېژندل کېږي: سیمهییزه هژموني، ائتلاف (د ستر قدرت تر چتر لاندې پاتې کېدل)، او بې طرفي.
لومړۍ تګلاره، یعنې سیمهییزه هژموني، تر ټولو قوي او اغېزناکه پالیسي ګڼل کېږي، ځکه یو هېواد هڅه کوي چې په خپله سیمه کې سیال قدرتونه کمزوري وساتي او خپل نفوذ پراخ کړي. خو دا تګلاره یوازې هغه هېوادونه عملي کولای شي چې کافي اقتصادي، نظامي او سیاسي ظرفیت ولري.
دوهمه تګلاره، چې ائتلاف دی، د هغو هېوادونو لپاره مناسبه ده چې د هژمون کېدو ظرفیت نه لري. دا هېوادونه له سترو قدرتونو سره اتحاد جوړوي، څو د هغوی تر چتر لاندې خپله بقا تضمین کړي. د ناټو غړیتوب یې یو واضح مثال دی، چې کوچني هېوادونه د یوه ستر امنیتي سیستم برخه ګرځي.
درېیمه تګلاره بې طرفي ده، چې ځینو هېوادونو لکه سویس غوره کړې وه. خو حتی سویس هم په وروستیو کلونو کې له مطلقې بې طرفۍ څخه فاصله اخیستې او له لوېدیځو امنیتي جوړښتونو سره نږدې شوی دی، چې دا خپله د بې طرفۍ د محدودیتونو څرګندونه کوي.
په دې اساس، بې طرفه سیاست تر ټولو کمزوری انتخاب دی، ځکه کله چې د سترو قدرتونو ګټې سره ټکر شي، هېڅوک د بې طرفۍ احترام نه کوي. د تاریخ تجربې ښيي چې بې طرف هېوادونه اکثره د قدرتونو د رقابت قرباني شوي دي.
د افغانستان د معاصر تاریخ یوه لویه ستونزه هم همدا وه چې په حساسو شرایطو کې یې بې طرفي غوره کړه، چې په پایله کې یې نه یوازې خپل نفوذ له لاسه ورکړ، بلکې خپله خاوره یې هم له ګواښ سره مخ کړه او په سیمه کې یو کمزوری لوبغاړی پاتې شو.
نو له دې ټولو بحثونو څخه دا پایله اخیستل کېدای شي چې د افغانستان لپاره تر ټولو مناسب بهرنی سیاست بې طرفي نه، بلکې یو فعال او هدفمند ائتلاف دی. په ځانګړي ډول، له امریکا سره ستراتیژیک اتحاد کولای شي افغانستان ته امنیتي تضمینونه، اقتصادي فرصتونه، او سیاسي ثبات برابر کړي.
که افغانستان وتوانېږي چې په دې نړیوال رقابت کې خپل موقعیت په سمه توګه تعریف کړي حتی تر دې حده چې د بګرام هوايي اډه په څېر مهمې اډې د ستراتیژیکو همکاریو په چوکاټ کې وکاروي نو دا به نه یوازې د هېواد امنیت پیاوړی کړي، بلکې د سیمې په قدرتي توازن کې به هم د افغانستان رول اساسي کړي.
په پای کې، دا ویلای شو چې نړیوال سیاست د تشو شعارونو ځای نه دی، بلکې د سختو انتخابونو ډګر دی. افغانستان که غواړي له تاریخي کړاوونو ووځي، نو باید له بې طرفۍ څخه تېر شي او یو فعال، محاسبه شوی او زړور بهرنی سیاست غوره کړي