Homeخبرونهکابل نن د منځنۍ اسیا د استازو «د مشورتي دیالوګ» کوربه دی

کابل نن د منځنۍ اسیا د استازو «د مشورتي دیالوګ» کوربه دی

تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۱۶ مه) د افغانستان د طالبانو د باندنیو چارو وزارت په نوښت، د «افغانستان–منځنۍ اسیا د مشورتي ډیالوګ» غونډه نن (یکشنبه) په کابل کې جوړېږي.

د باندنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر اساس، دا غونډه به د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په مشري ترسره شي، او د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو جګپوړي استازي به پکې ګډون وکړي.

په دې ناسته کې به سیاسي، اقتصادي او امنیتي موضوعات، او همداراز د سیمه‌ییزې همکارۍ، سوداګرۍ او ترانزیت د پراختیا په اړه به خبرې وشي.

په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې د منځنۍ اسیا د کومو هیوادونو استازي په دې ناسته کې ګډون کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...