تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۱۶ مه) د اردن پوځ پرون (شنبې/ د وري/ حمل په ۱۵ مه) اعلان وکړ، له هغه وخته چې متحدو ایالتونو او اسرائیل پر ایران بریدونه پیل کړي، نژدې ۳۰۰ ایراني توغندي او بېپیلوټه الوتکې د اردن پر خاورې ویشتل شوي دي، او زیاتره یې شنډ شوي دي.
د اردن د وسلهوالو ځواکونو د معلوماتو رئیس ډګروال مصطفی الحیاری، په یوه خبري غونډه کې وویل:
«ایران د ۲۸۱ توغندیو او ډرونونو په وسیله د اردن پاچاهي په نښه کړې ده.»
هغه زیاته کړه چې له دې ډلې «۲۶۱ توغندي او ډرونونه» د اردن د هوايي ځواک او هوايي دفاع له خوا په لاره کې شنډ شوي او له منځه وړل شوي دي.
الحیاري وویل چې ایران او «ځینې سیمهییزې ډلې» په مستقیم ډول او بېدلیله د اردن خاوره په نخښه کوي. دا په داسې حال کې ده چې اردن د جګړې له پیل راهیسې ټینګار کړی چې د دې هېواد خاوره او هوايي حریم به د هېڅ هېواد پر وړاندې د پوځي برید لپاره ونه کارول شي.
په اردن کې پیټریات سیستم ځای پر ځای شوی څو اسراییل ته د ویشتل کېدونکو توغندو مخه د اردن په اسمان کې ونیول شي. دغه هیواد د تېر کال په اکتوبر کې هم پر اسراییل د اکثرو ایراني توغندو د ویشتل کېدو مخه نیولې وه.
د دې جګړې له پیل وروسته، ایران د اسرائیل او ځینو عربي هېوادونو پر لور د توغندیو او ډرونونو بریدونه کړي دي. ځینې ایراني بې پېلوټه الوتکې د انرژۍ پر تاسیساتو او ملکي ځایونو هم لګېدلي دي، خو تهران ادعا کوي چې د امریکا اړوند ګټې او اډې ولي.
په اردن کې په رسمي ډول د بهرنیو پوځونو کومه اډه نه شته، که څه هم د څو هېوادونو محدود ځواکونه د دغه هیواد په ځینو پوځي مرکزونو کې ځای پر ځای دي. اردن او د خلیج هېوادونو څو ځله ټینګار کړی چې د دوی له خاورې به د ایران پر ضد بریدونه نه ترسره کېږي.
په همدې غونډه کې، د اردن د حکومت ویاند محمد المومنی، وویل:
«زموږ په خاوره کې هېڅ بهرنۍ پوځي اډه نشته. موږ له ځینو دوستو او وروڼو هېوادونو سره ګډ دفاعي تړونونه لرو چې د اردن د ملي امنیت د ساتنې لپاره ترې کار اخلو.»
له بلې خوا، الحیاري ټینګار وکړ چې امان د ګاونډیو هېوادونو د وسلهوالو ډلو له لوري د احتمالي ګواښونو څارنه کوي، او زیاته یې کړه چې اردني ځواکونه د دغو ګواښونو پر وړاندې د «قاطع اقدام» وړتیا لري.
د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن الصفدی، تېره میاشت ویلي و چې هېواد یې د عراقي وسلهوالو ډلو له بریدونو سره مخامخ شوی او د دغو بریدونو د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.
د اردني چارواکو په وینا، د جګړې له پیل راهیسې په دغو بریدونو کې ۲۹ کسان ټپیان شوي چې ټول له روغتونونو رخصت شوي دي.
مادي زیانونه هم اوښتي چې پکې ۳۱ وسایط، ۵۹ کورونه او دوکانونه، او ۱۶ د عامه ملکیت پېښې شاملې دي.
په ټوله کې، دا وضعیت ښيي چې سیمهییزه جګړه لا هم پراخېږي او ګاونډي هېوادونه هم تر اغېز لاندې راولي.