تاند (سې شنبه، د وري/ حمل ۱۱ مه) پاکستان نن د افغان کډوالو د ستنولو په هدف د تورخم دروازه یو وار بیا پرانیسته.
په ننګرهار کې طالب چارواکو هم تایید کړه چې د تورخم دروازه د کډوالو پر مخ بېرته پرانېستل شوې ده. خو پاکستان تراوسه پورې په دې اړه لا څه نه دي ویلي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو آمر قريشي بدلون ويلي چې دا لاره نن سېشنبه (۱۱ حمل) يوازې هغو کډوالو ته پرانیستل شوې چې له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه کېږي.
د تورخم دروازه د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ هم د کډوالو د ستنېدو لپاره پرانیستل شوې وه، خو له یوې نښتې وروسته چې یو پاکستانی سرتېری پکې ټپي شو، د پاکستان له لوري وتړل شوه.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ لارې، چې تورخم هم پکې شامل دی، له څو مياشتو راهيسې د ترانزيټ او د مسافرو د تګ راتګ پر مخ بندې دي.
هغه تضمین څنګه شو؟
مطلب دا چې د ملابرادر خبره پایله ورنکړه ؟ ځکه هغه ترینه تضمین غوښتنه کړی وه
دا کار په داسې وخت کې کیږی چې امکان لری کچیری پاکستان د امریکا لپاره په پیاده جنګ کې له امریکا سره مرسته کوی نو ایران به په پاکستان باندی خپل تیل بند کړی نو غواړی چې افغانستان له لاری له روسیی سره او ترکمنستان او ازبکستان سره د تیلو خریداری وکړی نو که تضمین وجود ونه لری ولی موږ د پاکستان لپاره دا لاره خلاصه کړو