Homeخبرونهپه پېښور کې د سولې جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د...

په پېښور کې د سولې جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روغې غوښتنه وکړه

تاند (سې شنبه، د وري/ حمل ۱۱مه) په پېښور کې د سولې يوې جرګې له طالبانو او پاکستان څخه غوښتي چې تاوتريخوالی کم کړي او بېرته خبرو ته را وګرځي.

د جرګې ګډونوالو، چې قومي مشران، ديني عالمان، سياسي څېرې او د مدني ټولنې غړیو پکې برخه لرله،  له دواړو لورو وغوښتل چې خبرو ته لومړيتوب ورکړي او له نورو پوځي شخړو ډډه وکړي.

د جرګې جوړوونکو وويل چې د پېښور جرګه د خبرو او باور جوړونې لپاره د فضا د رامنځته کولو په هدف دایره شوې ده. دا جرګه د مدني ټولنې له لوري تنظيم شوې وه، چې د پاليسۍ بدلون او ټولنيز يووالی غواړي، او پکې د خيبر پښتونخوا او سرحدي سيمو استازو ګډون کړی وو.

مخکې ویل شوي وو چې په دې جرګه کې به د ډیورند کرښې د دواړو خواوو اوسېدونکي ګډون ولري.

د جرګې جوړوونکو له طالبانو هم وغوښتل چې په خپله خوا کې هم ورته جرګه راوبولي، تر څو د تاوتريخوالي د کمولو هڅې پياوړې شي.

د غونډې یوه تنظیموونکي ارباب خيذر حيات وويل چې په دې جرګه کې د سياسي ګوندونو غړي، قومي مشران او د سوداګرۍ د ټولنې استازي راټول شوي وو. هغه زياته کړه چې د تاوتريخوالي د کمولو لپاره وړانديزونه به اړوندو لورو ته وړاندې شي.

د خيبر پښتونخوا د کار وزير فیصل خان ترکایي وويل: «موږ د سولې لپاره هر ګام هرکلی کوو. دا شخړه ډېره اوږده شوې ده او بايد خبرو ته فرصت ورکړل شي څو مثبتې اړيکې رامنځته شي.»

که څه هم د جرګې سپارښتنې الزامي نه دي، خو ګډونوالو هيله څرګنده کړه چې د خبرو له لارې به سولې ته لار هواره کړي.

1 COMMENT

  1. اول خو طالبان په جرګو یا مشورو عقیده نه لري ، ځکه چې مشورې یا شوری د خدای تعالی امر دی : « وامرهم شورى بينهم »
    والذِينَ اسْتَجَابُوا لِرَبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَمْرُهُمْ شُورَىٰ بَيْنَهُمْ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ﴾
    [ الشورى: 38]
    دوم که فرضا دوی هم د خدای تعالی امر ومني بیا به د جرګې فیصلې د پنجاب کفري نه بښنه غواړم ، منافق دولت ونه مني . البته د الله تعالی په نزد د منافق مرتبه له کافرانو ډېره ټیټه ده او دوی به د دوزخ په ټیټه کنده کې سوزي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...