Homeخبرونهپر کونړ د پاکستان د حملو له کبله تر ۸۰ ډېر کورونه...

پر کونړ د پاکستان د حملو له کبله تر ۸۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي

تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۱۰ مه) د پاکستان د بریدونو له امله د کونړ ولایت د تپه‌کوټ، کره‌مار، دم‌کلي او مانو سیمو کې ګڼ شمېر کورنۍ اړ شوې دي چې خپل کورونه پرېږدي.

چارواکي وايي، په دې بریدونو کې تر ۸۰ زیات کورونه ویجاړ شوي دي.

د پاکستان له لوري دا بریدونه وروسته له هغه د یکشنبې په ورځ شدید شول چې له اختره راوروسته یې هره ورځ پر کونړ د درنو وسلو ړانده ګوزارونه کول او بالاخره افغان لوري باجوړ ته څېرمه پر پاکستاني پوستو ځوابي ډزې وکړې.

په خواله رسنیو کې د کونړ ولایت د مرکز اسعداباد د خلکو د کورونو تصویرونه خپاره شوي چې د پاکستان له لوري په درنو وسلو ویجاړ شوي دي.

د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رئیس نجیب‌الله حنیف، حریت راډیو ته ویلي چې د پاکستان تر اوسه پورې سلګونه راکټي بریدونه کړي چې له کبله یې شاوخوا ۸۰ کورونه ویجاړ شوي دي. هغه زیاته کړه چې په دې بریدونو کې له ۱۰۰ څخه زیات ملکي افغانان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت، د یکشنبې په ورځ وویل چې پاکستان یو ځل بیا د اسعدآباد په سیمو توپچي بریدونه کړي، چې له امله یې یو کس وژل شوی او لږ تر لږه ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

پاکستان پر کونړ بریدونه تایید کړي خو وايي، جګړه لومړی افغان لوري پیل کړه خو دا په داسي حال کې ده چې له احتره راوروسته پاکستان پر له پسې پر کونړ د ناوان او توپونو د مرمیو ویشتلو ته دوام ورکړی دی.

په تېره یوه میاشت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو له پیل راوروسته، پاکستان څو ځلې پر کونړ ولایت هوايي او راکټي بریدونه کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عارف و نه هم احمدظاهر فراموش نمی شوند| پوهاند دودیال

( به مناسبت وفات عارف هنرمند نامدار ایران و یک اقتراح) شادروان احمد ظاهر و عارف کیا هردو دوستداران زیادی داشتند. هردو تقریباً در یک...