Homeخبرونهنسیم شاه د مریم نواز په یوه ټوېټ ۲۰۰ لکه روپۍ جریمه...

نسیم شاه د مریم نواز په یوه ټوېټ ۲۰۰ لکه روپۍ جریمه شو

تاند (دوشنبه د وري – حمل ۱۰مه)  د پاکستان کرېکټ بورډ د دغه هیواد چټک توپ اچوونکی نسیم شاه دوه کروړه/ ۲۰۰ لکه پاکستانۍ کلدارې جریمه کړ.

ده ته دا سزا د پاکستان سوپر لیګ سیالیو د پرانیستلو مراسمو کې د پنجاب د اعلی وزیرې د شتون په اړه د هغه د ټویټ له امله ورکړل شوې ده.

پاکستاني کرکټ بورډ ویلي چې، د مارچ په ۲۷ مه نیسم شاه د ټویټ له امله له خپل قرارداد او د پي سي بي د ټولنیزو شبکو د کارونې له اصولو پر سرغړونې تورن شوی و.

اوس وايي نسیم شاه د ټویټ له امله بښنه غوښتې او د ډسپلین کمېټې له څېړنې او بحث وروسته دا پرېکړه شوې ده.

تر اوسه نسیم شاه د دې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې، تېره اونۍ د پاکستان سوپر لیګ د سیالیو د پرانیستلو مراسمو کې د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز ګډون کړی و.

په دې وخت کې د نسیم شاه پر اېکس پاڼه یو پوسټ کې لیکل شوي و، چې «ولې هغې ته د لارډز لوبغالي کې د ملکې په څېر هرکلی کېږي؟»

د دې پوست له خپرېدو څو دقیقې وروسته دا پوسټ لرې او ورسره ولیکل شول: «د نسیم شاه د اېکس حساب هک شوی و او اوس بېرته ترلاسه شو».

دې موضوع د ټولنیزو رسنیو پاکستاني کاروونکو کې پراخ غبرګونونه راپارولي او نسیم شاه ته یې د سختې سزا غوښتنې کولې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عارف و نه هم احمدظاهر فراموش نمی شوند| پوهاند دودیال

( به مناسبت وفات عارف هنرمند نامدار ایران و یک اقتراح) شادروان احمد ظاهر و عارف کیا هردو دوستداران زیادی داشتند. هردو تقریباً در یک...