Homeخبرونهننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله څلور تنه مړه او یو...

ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله څلور تنه مړه او یو بل ژوبل شوی

تاند (شنبه د وري – حمل ۸مه)  د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ مسوولان وایي چې، د دې ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یادې قومندانۍ ویاند، سید طیب حماد زیاته کړې چې، دغه پېښه کې څلور تنه مړه او یو بل ژوبل شوی دی.

د نوموړي په وینا، یو سویفټ ډوله موټر د یادې ولسوالۍ په شینواري کلا سیمه کې د چلونکي له واکه وتلی اوله یوې ونې سره یې ټکر کړی، چې له امله یې دغه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

حماد زیاته کړې چې پېښه د موټرچلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله پېښه شوې ده.

افغانستان کې تر جګړې وروسته ډېری افغانان د ترافیکي پېښو قربانیان دي چې، لوی لاملونه یې د لارو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د حاکم نظام له لوري د ترافیکي قوانینو نه تطبیق یادېږي.

طالب چارواکي له موټرچلوونکو غواړي چې د ترافیکي قوانینو مراعات وکړي، څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دتندې ماتم | شاه زلمی

کرۍ ورځ به دې یوم، پر اوږه ایښي وي، په اوبو به دې جنجال وي، وړوکیه! دا زموږ وطن دی؛ د غرونو، سیندونو، دښتو...