Homeخبرونهاسلام‌ اباد به د سعودي، ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو...

اسلام‌ اباد به د سعودي، ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو کوربه وي

تاند (شنبه د وري – حمل ۸مه)  د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د سعودي عربستان، ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیران به سبا یک شنبه او بل سبا دوشنبه اسلام‌اباد ته سفر وکړي.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د یادو درېیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به په یو لړ مسلو، په ځانګړې توګه په سیمه کې د تاوتریخوالي کمولو لپاره د هڅو په اړه مفصلې خبرې اترې وکړي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې، د سعودي عربستان، ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیران به د اسحاق ډار سره د خبرو اترو سربېره د پاکستان له لومړي وزیر سره هم وګوري.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هم اعلان کړی چې پاکستان ممکن په راتلونکو دوو ورځو کې د منځني ختیځ د جګړې په اړه د پاکستان، سعودي عربستان، مصر او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې کوربه توب وکړي.

هاکان فیدان د ترکیې د خصوصي تلویزیون چینل ته ویلي چې، دا غونډه لومړی په ترکیه کې ترسره کېده خو د پاکستان د اړتیا له مخې یې دا غونډه اسلام اباد ته ولېږدوله.

هغه ویلي:«موږ په پیل کې پلان درلود چې دا غونډه په ترکیه کې ترسره کړو، د ترکیې، پاکستان، مصر او سعودي عربستان ترمنځ، خو د خپلو پاکستاني سیالانو د دوی په هیواد کې د پاتې کیدو اړتیا ته په پام سره، موږ غونډه پاکستان ته لیږدولې ده او موږ به شاید په دې اوونۍ کې هلته سره ووینو.»

د نوموړي په وینا، خبرې اترې به د څلورو اړوندو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران سره راټول کړي.

دا ناسته داسې مهال ترسره کېږي، چې د ایران، امریکا او اسراییل ترمنځ د کړکیچ کمولو لپاره ټولې ډیپلوماټیکې هڅې تر اوسه بې پایلې دي.

دغه راز د افغانستان او پاکستان ترمنځ هم نښتې له تېرې څه باندې یوې میاشتې راهیسې دوام لري او پاکستان وخت نا وخته پر افغانستان هوایي یرغل کوي او ډېری وخت یې په هوایي بمبارۍ کې ملکیان په نښه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

خدای پاماني| عزیزالله انیس 

     نن مې له ملګري سره د خدای پاماني شپه وه. خوب نه راته. خپل غټ کوټ مې واغوست. پرته له دې چې کوم...