تاند (شنبه د وري – حمل ۸مه) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله اېکس پاڼه د هالنډ دیموکرات ګوند له لوري د زوترمیر ښاروالۍ د مشرتابه غړې په توګه څانګې صدیقي ته د بریا مبارکي ورکړې ده.
کرزي ویلي چې، د ټاکنو په پایله کې د افغانې څانګې صدیقي بریا د هغې د شخصي هڅو پایله او وړتیا ښيي.
حامدکرزي ټینګار وکړ که په هېواد کې دننه یا بهر افغان نجونې مناسب فرصتونه ولري، کولای شي په بېلابېلو اغېزناکو برخو کې خدمت وکړي.
کرزي څانګې صدیقي ته د هغې د بریا مبارکي ورکړې او په کاري چارو کې د نورو بریاوو هیله یې څرګنده کړې ده.
د هالنډ دیموکرات ګوند له لوري د زوترمیر ښاروالۍ شورا ته د افغانې څانګې صدیقي بریا په ټولنیزو رسنیو کې هم ستایل شوې او خلکو ورته د مبارکۍ پیغامونه لیکلي دي.
په ورته مهال افغان خبریالې او ټولنیزې فعالې، ذکیې وحدت هم څانګې صدیقي د بریا له کبله هغې ته مبارکي ویلي.
وحدت د څانګې صدیقي بریا د ټولو افغان مېرمنو لپاره یوه هڅوونه، هیله بښونکې او هغه یې د نوموړې د شخصي هڅو پایله بللې ده.
وحدت د هېواد نجونې او ښځې هڅولي که مناسب فرصتونه لري، کولای شي په کور دننه او بهر کې په بېلابېلو برخو کې مثبت او اغېزناک خدمتونه تر سره کړي.