Homeخبرونهد بخښنې نړیوال سارمان وايي، د معتادانو د درملنې پر مرکز د...

د بخښنې نړیوال سارمان وايي، د معتادانو د درملنې پر مرکز د پاکستان برید اندېښنې زیاتې کړي

تاند (جمعه،د کب/ حوت ۲۹ مه) د بخښنې نړیوال سازمان (Amnesty International)  ویلي چې په کابل کې د معتادانو د درملنې پر مرکز د پاکستان وروستی برید د نړیوال بشري قانون له مخې جدي اندېښنې راولاړوي.

د دې سازمان سیمه ییزې مرستیالې ایزابل لاسیه، چې د څېړنو مسووله ده، د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوو ته په ځواب کې چې وایي هدف د مهماتو زېرمتون و، وویل:

«که څه هم د مړو بشپړ شمېر لا په خپلواک ډول نه دی تایید شوی، خو ښکاره ده چې په دې برید کې په سلګونو ملکي کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.»

هغې زیاته کړه چې دا بیخي مستنده ده چې د فینکس کمپ یوه لویه برخه، چې پخوا د ناټو پوځي اډه وه، له ۲۰۱۶ کال راهیسې د معتادانو د درملنې د مرکز په توګه کارېده.

هغې وویل: «د پاکستان پوځ باید له برید مخکې ټول ممکن احتیاطي ګامونه اخیستي وای څو ملکي خلک او ملکي تاسیسات خوندي پاتې شي. هرې معقولې ارزونې به ښودلې وای چې هلته د ډېر ملکي خلک شته.»

هغې ټینګار وکړ چې حتی که هلته د مهماتو زېرمتون هم موجود وای، نو باید برید د ملکي زیانونو له خطر سره پرتله شوی وای. د مرګ‌ژوبلې او ویجاړۍ کچه دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا د پاکستان پوځ د تناسب سمه ارزونه کړې وه که نه.

هغې زیاته کړه چې پاکستاني چارواکي باید روښانه کړي چې پر کومو معلوماتو یې عمل کړی او څنګه یې د هدف د تایید هڅه کړې ده. همدارنګه باید د دې پېښې په اړه یوه خپلواکه، بې‌طرفه او پر وخت څېړنه ترسره شي او پایلې یې عامو خلکو ته وړاندې شي څو حساب‌ورکونه یقیني شي.

د بخښنې نړیوال سازمان له ټولو ښکېلو خواوو وغوښتل چې د نړیوال بشري قانون درناوی وکړي او د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو، په ځانګړي ډول روغتونونو، ساتنه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...