Homeخبرونهبېنېټ: د پاکستان د هوایي بریدونو له امله پر ولسي مرګ ژوبله...

بېنېټ: د پاکستان د هوایي بریدونو له امله پر ولسي مرګ ژوبله اندېښنه ښودلې

 تاند (سه شنبه د کب – حوت ۲۶مه) ‏رېچارډ بېنېټ وايي په کابل کې د پاکستان بریدونو له امله د ولسي وګړو پر مرګ ژوبلې اندېښمن دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېجارډ بېنټ پر ټولنيزه رسنۍ اېکس يوه پوسټ کې لیکلي: په افغانستان کې د پاکستان هوايي بریدونو او ولسي وګړو مرګ ژوبلې راپورونو سخت “اندېښمن او خواشينی” کړی دی.

نوموړي د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي ښودلې ده.

بېنټ د جګړې له ښکېلو خواو غوښتي چې تاوتريخوالی کم او د “لوړې کچې له زغم” څخه کار واخلي.

نوموړي دغه راز پر ټولو غاړو ټینګار کړی چې د ولسي وګړو او ملي تاسيساتو د ساتنې په ګدون د ټولو نړیوالو قوانينو درناوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې، د پاکستان حکومت تېره شپه په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر یوه مرکز هوایي برید وکړ چې، له امله یې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دغه برید کې د اوښتې مرګ ژوبلې ارقام لا هم وروستي شوي نه دي.

روغتیا وزارت: تر اوسه ۲۰۰ جسدونه موندل شوي او ۱۷۰ ټپیان روغتون ته لېږدول شوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

پاپلۍ راواخله لومړی ټوک د غويي دوه انځورونه درانه درانه غږونه غنم تک شنه ولاړ وو، د کور ترڅنګ د کاکا لطیف او پهلوان باغچه کې د الوبالو...