تاند (سې شنبه، د کب/ حوت ۲۶ مه) په پاکستان کې یو شمېر مهمو سیاسي څېرو، لکه محمود خان اڅکزي، محسن داوړ او خوشحال خان کاکړ، په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړو د سمدستي پای ته رسېدو غوښتنه کړې او په افغانستان کې یې د پاکستان د هوايي بریدونو له امله د ملکي خلکو پر مرګ ژوبلو اندېښنه څرګنده کړې ده.
دا اعلامیه د پښتونخواعوامي ملي ګوند مشر او د پاکستان په ملي شورا کې د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي، د ملي ډیموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ او د پښتونخوا عوامي ملي ګوند مشر او د پاکستان د ملي شورا غړی خوشحال خان کاکر له لوري لاسلیک شوې ده.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د دواړو خواوو ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتوالی په حقیقت کې یوه “نااعلان شوې جګړه” ده چې د دوی په وینا په غیرمتناسب ډول یې د کرښې دواړو غاړو ته پر مېشتو پښتنو اغېز کړی دی.
لاسلیک کوونکو زیاته کړې چې د دغو جګړو ډېری قربانیان هم پښتانه دي.
دوی د جګړو د دوام په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې که د افغانستان په اړه د پاکستان په تګلاره کې بدلون رانه شي، نو د ملکي خلکو د تلفاتو د زیاتېدو امکان شته.
په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د پاکستان پارلمان هم په هغو پرېکړو کې له پامه غورځول شوی چې د سیمې د خلکو لپاره جدي پایلې لري.
د اعلامیې په بله برخه کې ټینګار شوی چې افراطیت او تاوتریخوالی چې په تېرو څو لسیزو کې یې ډېر ملکي وګړي وژلي، د سیمې د ځايي ټولنې محصول نه دی، بلکې د دوی په وینا دا بهیر له ۱۹۸۰مې لسیزې راهیسې د تاوتریخوالي د بنسټونو د جوړولو لپاره د پراخو پانګونو له امله پیاوړی شوی دی.
لاسلیک کوونکو همدارنګه ټینګار کړی چې پښتانه له کلونو راهیسې د دې غوښتنه کوي چې پاکستان دې د “لومړۍ کرښې دولت” په توګه خپل رول پای ته ورسوي، د لویو قدرتونو د تاوتریخوالي پروژې دې په سیمه کې پای ته ورسوي او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سولې او ښه ګاونډیتوب اړیکې دې پیل شي.
په اعلامیه کې د لوېدیځې اسیا د کړکېچ د زیاتېدو په اړه هم اندېښنه څرګنده شوې او پر ایران د امریکا او اسرائیل بریدونه غندل شوي دي.
د اعلامیې لاسلیک کوونکو د جګړو او بریدونو د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دا تاوتریخوالی نه یوازې سیمه بلکې نړیواله سوله هم ګواښي.