تاند (سه شنبه د کب – حوت ۲۶مه) افغانستان کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت تایید کړه چې، په کابل کې د نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې پر ۱۰۰۰ بستریز روغتون د پاکستاني الوتکو په تېرې شپې برید کې لږ تر لږه ۲۰۰ تنه بېګناه روږدي کسان وژل شوي دي.
د یاد وزارت ویاند شرافت زمان وویل، چې تر اوسه د ۲۰۰ کسانو جسدونه موندل شوي او د ۱۷۰ په شاوخوا کې ټپیان نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د نوموړي په وینا، د ژغورنې ټیمونه لا هم په سیمه کې تر خاورو لاندې د کسانو په لټه کې دي.
هغه وایي دا شمېرې وروستۍ نه دي او د مړو شمېر د لوړېدو په حال کې دی.
شرافت زمان زیاته کړه چې د دغه ستر روغتون ډېرې برخې او روغتیايي څانګې په بشپړ ډول له منځه تللي او طبي تجهیزات تخریب شوي دي.
ذ مجاهد: د خبرو او ډیپلوماسۍ وخت پای ته رسېدلی او له پاکستانه به غچ اخلو