Homeخبرونهذ مجاهد: د خبرو او ډیپلوماسۍ وخت پای ته رسېدلی او له...

ذ مجاهد: د خبرو او ډیپلوماسۍ وخت پای ته رسېدلی او له پاکستانه به غچ اخلو

 تاند (سې شنبه د کب – حوت ۲۶مه) په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تازه په یوه مرکه کې پر کابل د پاکستان د دوشنبې د شپې هوایي یرغل ته سخت غبرګون ښودلی دی.

هغه ویلي چې:  “اوس له اسلام ‌اباد سره د ډيپلوماسۍ او خبرو وخت نه‌ دی، بلکې اسلامي امارت به غچ اخلي.

مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «پاکستان پوځي رژیم د افغانانو پر وړاندې په بریدونو کې د اسرائیلو له تکتیکونو کار اخلي چې، روغتونونه او ملکي ځایونه نښه کوي او وحشت رامنځته کوي.»

تر دې وړاندې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کوي.

ذبیح الله مجاهد داسې مهال دا سخت غبرګون ښيي چې، تازه د پاکستان پوځي رژیم پر کابل او ننګرهار هوایي بریدونه کړي او کابل کې یې د معتادینو روغتون په نښه کړی دی.

د ورورستیو مالوماتو له مخې په دغه هوایي برید کې تر ۴۰۰ معتادین مړه او ټپیان دي چې، ځینې مړي اوس هم تر خاورو لاندې دي او د ایستلو هڅې روانې دي.

بل لورته  پخوانی طالب چارواکی ملا عبدالسلام ضعیف  پر کابل د پاکستان د پوځي رژیم د دوشنبې د شپې هوایي یرغل ته په غبرګون کې ویلي چې، «ناځوانه دوښمن» یعنې پاکستان یو ځل بیا په کابل کې د معتادینو د درملنې پر مرکز برید کړی او ګڼو ناروغانو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

هغه زیاته کړې: «داسي کړنې کټ مټ د صهیونستي رژیم په شان د غزې د مظلومانو پر وړاندې کړنو ته ورته دي».

هغه په ټینګار سره ویلي، په‌ کار ده چې پاکستان په نړیواله کچه محکوم شي.

عبدالسلام ضعیف:د پاکستان کړنې کټ مټ د اسرائیلو په شان دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د یوه نوي چاپ شوي کتاب په اړه لنډه یادونه

دودیال له درې کلونو را دېخوا د آنلاین تدریس په ترڅ کې د زیات شمېر محصلانو او د پوهنتونو د نویو فارغانو غوښتنه د...