تاند (سېشنبه، د کب/ حوت ۲۶ مه) په داسي حال کې چې د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي چې پاکستان د کابل او اسلام اباد ترمنځ د منځګړتوب لپاره د بېجینګ وړاندیز رد کړی، پاکستان وايي، په دې اړه خپرې شوې اوازې بې بنیاده دي.
چین وايي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره خپلو دیپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکوي او له دواړو لورو یې غوښتي دي چې خپل اختلافونه په زغم د خبرو له لارې حل کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان Lin Jian د دوشنبې په ورځ (۲۵ حوت په ایکسپاڼه کې لیکلي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي تېره اوونۍ د منځګړیتوب په هدف له خپلو افغان او پاکستاني سارو سره ټلیفوني خبرې کړې دي.
د هغه په وینا، د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړی استازی هم په همدې موده کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تګ راتګ کړی او د چین سفارتونه له دواړو لورو سره نژدې اړیکې ساتي.
لین جیان زیاته کړې چې چین هیله لري طالبان او پاکستان خپل زغم وساتي، ژر تر ژره مخامخ خبرې پیل کړي، په لومړي فرصت کې اوربند ته ورسېږي او خپل اختلافونه د خبرو له لارې حل کړي.
له دې مخکې ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې راپور ورکړی و چې که څه هم پاکستان د چین د تاوتریخوالي د کمولو هڅې ستایلي، خو ټینګار یې کړی چې د افغانستان له واکمن رژیم سره به د نه تعامل او نه خبرو اترو خپل اوسنی سیاست ته دوام ورکړي.
له بلې خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون (دوشنبې) وویل هغه راپورونه په کلکه ردوي چې ګواکې اسلامابادله افغان طالبانو سره د د خبرو د پیلولو لپاره د چین وړاندیز رد کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي وویل چې پاکستان داسې هېڅ نوښت نه دی رد کړی او ټینګار یې وکړ چې د اسلاماباد او بېجینګ اړیکې لا هم قوي او په همږغۍ روانې دي.
هغه زیاته کړه چې دواړه هېوادونه د ګډو اندېښنو په موضوعاتو کې تلپاتې اړیکې لري، او خبرداری یې ورکړ چې د دوی د دیپلوماتیکو اړیکو په اړه د نه تایید شویو ادعاوو خپرول یوازې بېځایه اټکلونه او اوازې زیاتوي.