Homeخبرونهفطرت: کابل کې د پاکستان هوایي برید امله د ملکیانو مرګ ژوبله...

فطرت: کابل کې د پاکستان هوایي برید امله د ملکیانو مرګ ژوبله تر ۶۵۰ ورسېده

 تاند (سه شنبه د کب – حوت ۲۶مه) ‏ په افغانستان کې د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر اېکس يوه پوسټ کې د ۴۰۰ کسانو د وژل کېدو او د ۲۵۰ تنو د ټپي کېدو منښته کړې ده.

نوموړي ليکلي، “د پاکستان پوځي رژيم نن ماخوستن شاوخوا نهه بجې د اميد په نوم د معتادينو د درملنې ۲ زره بستريز روغتون بمبار کړ چې د روغتون زياتې برخې له منځه تللې او تر اټکل د زياتو تلفاتو وېره شته.”

حمدالله فطرت زياته کړې چې، د پېښې په ځای کې ژغورونکي ټيمونه لګيا دي چې لګېدلی اور مهار او پاتې شهيدان راوباسي.

دا په داسې حال کې ده چې، بل لورته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېجارډ بېنټ پر ټولنيزه رسنۍ اېکس يوه پوسټ کې لیکلي: په افغانستان کې د پاکستان هوايي بریدونو او ولسي وګړو مرګ ژوبلې راپورونو سخت “اندېښمن او خواشينی” کړی دی.

نوموړي د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي ښودلې ده.

بېنټ د جګړې له ښکېلو خواو غوښتي چې تاوتريخوالی کم او د “لوړې کچې له زغم” څخه کار واخلي.

نوموړي دغه راز پر ټولو غاړو ټینګار کړی چې د ولسي وګړو او ملي تاسيساتو د ساتنې په ګدون د ټولو نړیوالو قوانينو درناوی وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د یوه نوي چاپ شوي کتاب په اړه لنډه یادونه

دودیال له درې کلونو را دېخوا د آنلاین تدریس په ترڅ کې د زیات شمېر محصلانو او د پوهنتونو د نویو فارغانو غوښتنه د...