Homeخبرونهراشدخان، د پاکستان هوایي بریدونه وحشیانه عمل بللی او پر نړيوالو یې...

راشدخان، د پاکستان هوایي بریدونه وحشیانه عمل بللی او پر نړيوالو یې غږ کړی چې دا پېښه وڅېړي

 تاند (سه شنبه د کب – حوت ۲۶مه) ‏ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او د کرکټ د نړۍ ستوری راشدخان پر کابل د پاکستان وروستیو هوایي بریدونو کې د سلګونو ملکي وګړو په وژنه او ژوبلېدو خواشینې ښودلې او دا عمل یې وحشیانه بللی او غندلی دی.

هغه په خپله فېسبوک پاڼه په یوه پوسټ کې لیکلي: «د ملکي کورونو، تعلیمي موسسو او روغتیایي بنسټونو په نښه کول، که قصدي وي او که په تېروتنه، ستر جنګي جنایت دی. د بې ګناه انسانانو قیمتي ژوند ته نه درناوی، په ځانګړې توګه د روژې مبارکه میاشت کې، زړه بوږنووکی عمل دی. دا ډول جنایت نفاق او کرکې ته لمن وهي. »

راشدخان پر ملګرو ملتونو او نورو بشري حقونو ادارو غږ کړی چې د دې وروستۍ فاجعې بشپړه څېړنه وکړي او عاملینو سره یې حساب وکړي.

هغه زیاته کړې: «زه په دې سخت وخت کې د خپل دردېدلي ملت تر څنګ یم او ځان په دې لوی غم کې د خپل ولس سره شریک بولم.»

د کرکټ د ملي لوبډلې دغه ستوري د دې پېښې له قربانیانو سره د خواخوږۍ ترڅنګ ټپیانو ته د بشپړې روغتیا هیله کړې ده.

هغه په خپل پوسټ کې لیکلي چې:« دا زخمونه به ټکور شي، او زه باوري یم چې موږ به بیا د یو ملت په توګه راپورته شو. زموږ تاریخ د دې شاهد دی. ان شاءالله! 🇦🇫»

دا په داسې حال کې ده چې،د پاکستان حکومت تېره شپه په کابل کې د معتادینو د درملنې یو روغتون باندې هوایي برید وکړ.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر اېکس يوه پوسټ کې په دغه برید کې د ۴۰۰ کسانو د وژل کېدو او د ۲۵۰ تنو د ټپي کېدو منښته کړې ده.

نوموړي ليکلي، “د پاکستان پوځي رژيم نن ماخوستن شاوخوا نهه بجې د اميد په نوم د معتادينو د درملنې ۲ زره بستريز روغتون بمبار کړ چې د روغتون زياتې برخې له منځه تللې او تر اټکل د زياتو تلفاتو وېره شته.”

حمدالله فطرت زياته کړې چې، د پېښې په ځای کې ژغورونکي ټيمونه لګيا دي چې لګېدلی اور مهار او پاتې شهيدان راوباسي.

فطرت: کابل کې د پاکستان هوایي برید امله د ملکیانو مرګ ژوبله تر ۶۵۰ ورسېده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...