Homeخبرونههند په کابل کې پر بېګناه خلکو د پاکستان بمباري وحشیانه وبلله

هند په کابل کې پر بېګناه خلکو د پاکستان بمباري وحشیانه وبلله

تاند (سې شنبه، د کب/ حوت ۲۶ مه) هند په کابل کې د پاکستان د تېرې شپې هوايي برید «وحشیانه» او «یو کرغېړن تهاجمي عمل» وباله او ویې ویل چې دا کار د افغانستان د حاکمیت ښکاره سرغړونه ده.

د طالبانو حکومت ویلي چې د پاکستان د هوايي برید په نتیجه کې په کابل کې د نشه يي توکو د درملنې پر روغتون لږ تر لږه ۴۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي. پاکستان دغه ادعا ناسمه کوونکې بللې او ویلي یې دي چې د دوشنبې په شپه یې پوځي تأسیسات او د ترهګرو د ملاتړ بنسټونه په دقیق ډول ویشتي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال په یوه توند بیان کې وویل:
«هند په څرګند ډول د مارچ د ۱۶مې په شپه په کابل کې د معتادانو د درملنې پر روغتون د پاکستان وحشیانه هوايي برید غندي. دا د تاوتریخوالي یو بزدلانه او بې‌وجدانه عمل دی چې ډېر ملکي وګړي یې وژلي دي، په داسې یو مرکز کې چې هېڅ ډول پوځي هدف نه شي بلل کېدای. پاکستان اوس هڅه کوي دا عامه وژنه د پوځي عملیاتو په نوم پټه کړي.»

هغه زیاته کړه:
«د پاکستان دا کرغېړن تهاجمي عمل د افغانستان پر حاکمیت هم ښکاره برید دی او د سیمې د سولې او ثبات لپاره مستقیم ګواښ ګڼل کېږي. دا د پاکستان د بې‌پروا چلند دوامداره بڼه ښيي او دا چې دغه هېواد تل هڅه کوي خپلې کورنۍ ستونزې د خپلو پولو هاخوا د تاوتریخوالي له لارې پټې کړي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...