عبدالوحید وحيد
پاکستان په مسلسل ډول د خپلو ناکامو تګلارو پړه په افغانستان باندې د اچولو لپاره د دغه هیواد هوايي حريم ماتوي، په افغان خاوره کې بریدونه کوي او جګړه په افغانستان کې د وسله والو ډلو پر وړاندې د مخنیوي امنیتي اقدام او دفاعي ګامونه پورته کولو ترعنوان لاندې توجيه کوي. روان وضعیت د کريکترونو په بدلون سره کټ مټ د هغو سناريوګانو تکرار دى چې د افغانستان لخوا ددغه هېواد وسلوالو مخالفينو ته د پټنځایونو ورکولو او ملاتړ کولو له امله په تيرو څو لسيزو کې په پاکستان باندي تورونه لګول کيدل او پاکستان به هم له ځنډ پرته لکه د اوسني افغان حکومت په څير ردول او د افغانستان امنیتي ستونځه به يې د دغه هیواد له کورنيو نيمګړتياو سره تړله.
د معاصرو نظامي معيارونو له مخې د کره شواهدو له وړاندې کولو او سياسي حل ته د مقابل لوري لخوا د سکوټ ځواب له ترلاسه کولو پرته جګړه مشروعیت نشي ترلاسه کولاى. د لوړ پوړي وسله والې ډلې مشر له منځه وړل، د ترهګرو ډلو د قوماندې جوړښت شنډول او د برید د تصدیق لپاره د انکار نه منونکو شواهدو وړاندې کول اړين دي. پاکستان تراوسه پورې په دغه هکله هیڅ ډول تایید شوی معلومات نه دي وړاندې کړي چې په بريدونو کې يې لوړ پوړی وسله وال وژل شوی وي یا د TTP عملیاتي مرکز شنډ شوی وي. د داسې شواهدو د نشتوالي په صورت کې د جګړې مشروعیت د دولتي وياندويانو د څرګندونو پراساس نه، بلکې د کره لاسته راوړنو پربنسټ ارزول کېږي.
له اغیزمنو سیمو څخه باوري ويديوګانې او راپورونه د معکوسو پایلو څرګندونه کوي. د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکي وګړو مرګ ژوبله او د سوداګريزو ځايونو ويجاړول په پراخه توګه راپور شوې او د افغانستان پوځي تاسيساتو ته زیانونه اړول هم پکې شامل دی. که ملکي تلفات او د پاکستان ادعاوې سره پرتله کوو او ترمنځ يې توپير ته ځير شو نو د پاکستان د ريښتونولي په تړاو پوښتنې او د نړیوالو قوانینو له مخې جدي اندېښنې راپورته کيږي. د بل هیواد په خاوره کې د ځواک کارول دومره په اسانه نه توجیه کيږي. هغه جنګي عملیات چې ملکي وګړي وژني یا دولتي تاسیسات هدف ګرزوي، له څرګندو موخو او شواهدو له وړاندې کولو پرته د دولتي ترهګري بڼه اخلي او جنګي جنايت ګڼل کېږي.
له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو له وارخطا تېښتې سره سم د کابل له تازه واکمنانو سره د پاکستان دريز تاوتریخوالي ته واوښت، لهجه يې له دوستانه څخه آمرانه وګرزيده، غوښتنې يې له ټولو نړيوالو پرنسيپونو، د ګاونډيتوب له اصولو او له اخلاقي کوډونو سره په ټکر کې شوې، د ډیورنډ په کرښه باندې د پاکستان يواړخيز فشار د شخړو رامنځته کيدو وسيله وګرزيده. پاکستان وسلوالو ډلو ته د پناه ورکولو په پلمه په افغانستان باندې بشري اقتصادي او جنګي فشار ته په داسې حال کې دوام ورکوي چې افغان چارواکي د پاکستان ادعاوې ردولو ترڅنګ دغه هېواد په بلوچستان او خيبرپښتونخوا کې د داعش ډلې ته په پناه ورکولو تورنوي او په خپله خاوره باندي د دغه هیواد هوايي بریدونه د حاکمیت سرغړونه ګڼي.
د پاکستان کورنۍ امنیتي، سياسي او اقتصادي ستونځې انکار نه منونکي واقعیتونه دي،خو دغه ستونځې د پاکستان له دننه حالاتو او واقعیتونو څخه سرچینه اخلي او يا هم د تيرو څو لسيزو ناکامو تګلارو، په ځانګړي ډول د افغانستان په هکله ددغه هېواد د اوږد مهاله “ستراتیژیک عمق” تګلارې پایلې دي. که احياناً د پاکستان امنیتي ستونځې له افغانستان سره تړاو هم ولري، نو بيا هم ستونځې او د حل لارې يې له افغان حکومت سره د يوه مساوي سيال، خپلواکه همکار او شریک ګاونډي په توګه د دیپلوماتیکو چينلونو کارولو له لارې باید شريکې کړاى شي.
د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې چې د تل لپاره د اړتیا له مخي په ځانګړو حالاتو کې په موقت شکل رامنځته کيږي او په دې وروستيو کې يو ځل بيا په داسې حال کې تودې شوې دي چې ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د باګرام ستراتیژیک هوايي ډګر او پوځي وسایلو د بيرته ترلاسه کولو لپاره په تکراري ډول لېوالتیا ښودلې ده. دغې ليوالتيا د افغانستان په خلکو کې هغه ذهنيت باوري کړى چې په افغانستان باندې د پاکستان هوايي بريدونه امریکا ته د بګرام هوايي ډګر سپارلو لپاره په افغان حکومت باندې د فشار اچولو پروژه ده. پاکستان له دغې لارې هم امتيازات ترلاسه کوي او هم امریکا ته خپل هیواد د افغانستان په هکله د بدلونونو لپاره اساسي لوبغاړى وروپيژني. د سياسي او عسکري شنونکو په اند د پاکستان بریدونه د پاکستان له امنيتي ستونځو او له ترهګري ضد اقداماتو سره هيڅ تړاو نلري، بلکې له امریکا څخه ترلاسه شوي پروژه ده چې د پاکستان له ستراتیژیکو موخو سمون خوري.
په تيرو څو لسيزو کې افغان حکومتونو په خپل هېواد کې جنګېدونکو ډلو ته د پناه ځايونو ورکولو او ملاتړ په تړاو په پاکستان باندې تورونه لګولي دي، پاکستان لکه اوسني افغان حکومت په څېر دريز نيولى وو او د افغانستان امنیتي ستونځه يې ددغه هېواد د کورنيو نيمګړتياو نتيجه ګڼله. هغه مهال اسلام آباد د امريکايي ډرون الوتکو بریدونه د پاکستان د خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا ضد کړنه ګڼله او ټینګار يې کاوه چې د افغانستان او نړيوال ايتلاف اندېښنې په غه هېواد کې یو اړخیز بريد ته جواز نه برابروي.
که د پاکستان د رسمي څرګندونو پرځاى په جګړه کې د ويشتل شويو اهدافو، جيوپوليتيک او جيو ستراتیژیک اړخونو او د جګړې د پايلو ارزونه کوو نو پوهيږو چې د پاکستان لخوا په پيل شوې جګړه کې نه د ترهګرو ډلو مرکزونه په نښه شول، نه هم دغه هیواد په دغه تړاو د لاسته راوړنو کره شواهد وړاندې کړي دي او نه هم روانه جګړه د پاکستان امنیتي ستونځو په کمولو کې رول لوبولای شي، بلکې داسې ښکاري چې روانه جګړه د پاکستان د امنیتي ستونځو تر عنوان لاندې د امريکا د ګټو پروژه ده چې د پاکستان لخوا عملي کيږي او ددغه هېواد ستراتیژیکو موخو ته ورسره غوټه ورکړل شوي ده. د پاکستان لخوا پيل شوې جګړې ترشا د بهرنیو اړخونو له شتون سربيره بنسټيزه موخه د افغانستان په کورنيو تګلارو او بهرنيو اړيکو باندې د نفوذ موندلو او بالاخره د افغانستان د خپلواکي له منځه وړلو هغه خوب چي کله هم تعبیر نشي موندلى.