Home+د مخکینیو پوستونو په دوام | شاه‌محمود میاخېل

د مخکینیو پوستونو په دوام | شاه‌محمود میاخېل

افغانستان که د پاکستان دا شیخ ونه کاږي، او د سفارت دروازې بندې نه کړي، د پاکستان هوایي بریدونه به همداسې دوام کوي. تاسي د ایران-امریکا او اسرابیلو په جګړه کې ګورئ چې د جنګ په وخت کې هم د دیپلوماسي او ستراتیژیک کمیونیکشن رول مهم دی. ستراتیژیک کمیونیکشن دروغو ویلو ته نه وایي.
دویمه مسله د افغانستان لپاره لکه مخکې مې چې یادونه کړې، د واقعي لویې جرګې دایریدل دي چې ولسي  او نړیوال مشروعیت ته زمینه مساعده شي او افغانستان د انزوا له حالت نه ووځي. د انزوا په حالت کې د خپلو ګټو او حریم نه دفاع د افغانستان لپاره مشکله ده.
د انزوا حالت نه وتل د نامعلوم او پټ مشر په درلودلو سره نه تر سره کیږي. د هیواد د مشر ستر، نه اسلامي اصولو باندې برابر عمل دی او نه په سیاسي لحاظ څه ګټه لري. همدا سترتوب، د اسلام د اصولو خلاف عمل دی. رهبانیت يا په مغاره کې اوسیدل په اسلام کې نشته دی. نه پیغمبر د خدای پټ و او نه اسلامي هیوادونو مشران ستر دي. کله چې د اول کس اولنې پریکړه د اسلام خلاف عمل وي، هغه حاکمیت ته اسلامي نظام یا اسلامي حاکمیت هیڅکله نشې ویل کیدلې.
پنځه کاله وشول، که د طالبانو په خیټه کې درد هم پیدا شي، طالب او طالب پلوه همدا یوه خبره کوي چې جمهوریت داسې وکړل او جمهوریت هغسې وکړل. تر څو به جمهوریت ملامتوي او نه دا سبسطه نوره چلیږي. تاریخ به د هر دور په هکله خپل قضاوت کوي.
جمهوریت که ښه و او که بد، هغه هم د طالبانو د تیرو ناکامو کړنو له امله رامنځته شو. د طالبانو د موجوده او تیرو کړنو له امله افغانستان د یو بغرنج حالت سره مخامخ دی. تر څو چې داخلي مشکلات حل نشي، افغانستان به د بد نه بدتر حالت په لورې درومي. د اوسني حالت مسوولیت د طالبانو په غاړه دی او بل څوک هیڅکله دوی مسوول ګڼلې نشي.
عاقبت بخیر
خدای دې په افغانانو خپل رحم وکړي. سخت حالت دی چې افغانان ورسره مخامخ دي.

1 COMMENT

  1. سلام
    د Integration تر کلیمې لاندې لاندې خبرې دتشخیص، دیزاین، تحلیل ، سنجش یو ه بشپړه برخه ده
    ډیره پرځای خبره ستراتیژیکې خبرې اترې ، اړیکی او روابط ، دېپلوماسی او مدیریت، تعامل او ناستې او ولاړې ، بدلون او مقایسه، دچاپیریا ل متریک حالت ته دپرمختګ او جوړ جاړی لارې پرانیزی . وایی له ژرندې زه راغلم دمزد پوښتنه ته کوې! عن الملا عن البلاء وعن الفتوا کار ډیر خراب کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده| لعل پاچا ازمون

له درېم ټوک څخه د ۱۳۷۲ کال د کورنیو جګړو یو انځور بې کسه کتاب او د چوپتیا چغې د کوټې منځنی لاړی پر ملا مات و،...