تاند (جمعه، د کب/ حوت ۲۲ مه) دفاع وزارت په رسمي ډول ومنله چې د «ردالظلم» عملیاتو پرمهال یې نن ماښام پنځه بجې د پاکستان د پلازمېنې اسلاماباد په فیضاباد کې د پوځي رژيم د (حمزه) په نوم یو مهم پوځي مرکز په نښه کړی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ننني بریدونه یې چې د ډرون الوتکو په واسطه کړي، د یاد مرکز قومنداني او نور مهم تاسیسات پهکې په دقیق ډول په نښه شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د یادو بریدونو له امله د پوځي رژیم ځواکونو ته د سر ومال درانه زیانونه اوښتي دي.
ځینې راپورونه وايي چې نن ماښام په پېښور کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
تر دې مخکې نن په کواټ کې د پاکستان د پوځ یو مهم مرکز له افغانستان څخه د توغول شویو بې پېلوټه الوتکو له لوري وویشتل شو.
دا بریدونه وروسته له هغه وشول چې تېره شپه پاکستان په کابل، پکتیا، پکتیکا او کندهار کې بمبارۍ وکړې، لږترلږه ۴ تنه یې ووزل او په کندهار کې یې سلګونه ټنه تېل وسوځول.