Homeخبرونهم.م. وايی، د پاکستان د تېرې شپې په بمبارۍ کې ملکیان وژل...

م.م. وايی، د پاکستان د تېرې شپې په بمبارۍ کې ملکیان وژل شوي

تاند (جمعه، د کب/ حوت ۲۲ مه) په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت وايي، د پنجشنبې په شپه د کابل په پلچرخي سیمه کې د پاکستان د هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه څلور ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي، چې په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

یوناما د تاوتریخوالي پر دوام اندېښنه ښوولې او غوښتنه یې کړې چې سمدستي جګړه ودرول شي تر څو د ملکي وګړو د نورو مرګ ژوبلو مخه ونیول شي.

دې ادارې ټینګار کړی چې د دې تاوتریخوالي تر ټولو دروند زیان ملکي وګړي، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان ویني. د یوناما د راپور له مخې، د فبرورۍ له ۲۶مې راهیسې په افغانستان کې د روانو هوايي او مځکنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۷۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۹۳ نور ټپیان شوي دي.

تر دې وړاندې، جورجیت ګانو، چې په افغانستان کې د یوناما سرپرسته مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیاله ده، خبرداری ورکړی و چې ملګري ملتونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د زیاتېدونکو تاوتریخوالو په اړه ژوره اندېښنه لري.

هغې په یوه خبري غونډه کې وویل چې که څه هم تر اوسه ډېری نښتې په سرحدي سیمو پورې محدودې دي، خو د ډزو دوام جدي خطرونه لري. هغې زیاته کړه چې د دې پېښو څوارلس ورځې وځي او د افغانستان ۶ ولایتونه او ۸ ولسوالۍ یې اغېزمنې کړې دي.

ګاګنون ټینګار وکړ چې ملګري ملتونه د دې شخړې اغېزې له نژدې څاري، چې پکې ملکي تلفات، بې‌ځایه کېدل او بشري مرستو ته د لاسرسي زیاتېدونکي محدودیتونه شامل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د یوه نوي چاپ شوي کتاب په اړه لنډه یادونه

دودیال له درې کلونو را دېخوا د آنلاین تدریس په ترڅ کې د زیات شمېر محصلانو او د پوهنتونو د نویو فارغانو غوښتنه د...