تاند (جمعه، د کب/ حوت ۲۲ مه) د ملي دفاع وزارت وايي چې د پاکستان پوځي د تېرې شپې د هوايي بریدونو په غبرګون کې افغان هوایي ځواکونو نن سهار د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې د پاکستاني پوځیانو ستراتيژیک نظامي مراکز او تأسیسات بمباري کړي دي.
د وزارت د خبرپاڼې پر اساس، په بریدونو کې د کوهاټ پوځي کلا وویشتل شوه او همداراز یادې کلا ته څېرمه، په دوه کیلومترۍ کې د ډیورنډ کرښې د جګړې د قوماندې مرکز او د پوځي کلا د قوماندان دفتر هم په دقیق ډول په نښه شول.
په دغو بریدونو کې د کلا نظامي تأسیسات، د قوماندې مرکز، ډيپوګان او د عسکرو د استوګنې ځایونه له منځه وړل شوي چې د سرومال درانه زیانونه یې اړولي دي.
همداراز ځینې ناتایید شوی راپورونه وايي چې د بلوچستان ایالت په مرکز موټه کې هم د پاکستان پر پوځي مرکزونو د بې پېلوټه الوتکو بریدونه شوي دي.
دا بریدونه د پاکستان له لورې د تېرې شپې د بمبارۍ په غبرګون کې شوي چې له کبله یې د کابل په پلچرخي ساحه کې څلور ملکیان وژل شوي او څو نور ټپیان شوي دي.
پاکستاني الوتکو د کندهار په هوايي ډګر کې د کام اییر خصوصي هوايي شرکت د تېلو مخزن هم بمباري کړی او ویل کېږي چې ۶۰۰ ټنه تېل یې سوځولي دي.
د پاکستاني الوتکو له لوري د پکتیکا او پکتیا د بمبارۍ د احتمالي مرګ ژوبلو او تاوانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.