Homeخبرونهد پاکستان د تېرې شپې په بمبارۍ کې ملکیانو ته مرګ ژوبله...

د پاکستان د تېرې شپې په بمبارۍ کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (جمعه، د کب/ حوت ۲۲ مه) د افغانستان د طالبانو حکومت او شاهدان وايي چې پاکستان تېره شپه په کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا کې د عامو خلکو پر کورونو بمباري کړې  او له کبله یې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه درېیمې اوونۍ ته داخله شوې خو د امریکا او اسرائیل له خوا پر ایران پیل شوې جګړې د افغانستان او پاکستان له جګړې او د هغه په نتیجه کې له رامنځته شوي ناورینه د نړیوالو پام اوښتی دی.

د طالبانو په وینا، د تېرې شپې په بریدونو کې ښځې او ماشومان هم وژل شوي دي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ په ایکسپاڼه کې لیکلي چې د پاکستان الوتکو د کندهار هوايي ډګر ته نژدې د خصوصي هوايي شرکت کام ایر د سون‌توکو زېرمې هم په نښه کړې دي.

خو شاهدان او کره سرچینې وايي چې د کابل په پلچرخي سیمه کې د ښځو او ماشومانو په شمول څلور تنه شهیدان شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان په دې بمبارۍ کې څلور کورونه بشپړ نړېدلي او یو شمېر نور زیانمن شوي دي.

تر اوسه د پاکستان پوځ یا حکومت د دې تورونو په اړه څه نه دي ویلي.

خو ذبیح الله مجاهد ویلي چې د پاکستان دا تېری بله بې ځوابه پرې نه ښودل شي.

د نړیوالې ټولنې له لوري د زغم او د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنې شوې دي.

د پنجشنبې په ورځ د طالبانو حکومت وویل چې د افغانستان په ختیځ کې د پاکستان د توپچي او هاوان ډزو له امله د یوې کورنۍ څلور غړي، چې پکې دوه ماشومان هم شامل وو، وژل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د یوه نوي چاپ شوي کتاب په اړه لنډه یادونه

دودیال له درې کلونو را دېخوا د آنلاین تدریس په ترڅ کې د زیات شمېر محصلانو او د پوهنتونو د نویو فارغانو غوښتنه د...