تاند (جمعه، د کب/ حوت ۲۲ مه) سلطان علي کشتمند، چې په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزو کې د افغانستان د خلق د دیموکراتیک حکومت په مهال صدراعظم و، د ۹۰ کلونو په عمر مړ شوی دی.
دا خبره هغه ته نژدې کسانو تایید کړې خو دا یې نه دي ویلي چو نوموړې دقیقاً کله او چیري وفات شوی دی.
کشتمند دوه ځله د صدراعظم په توګه دنده ترسره کړې ده. لومړی ځل یې له ۱۹۸۱ تر ۱۹۸۸ پورې، چې ببرک کارمل ولتمشر و، او بیا له ۱۹۸۹ تر ۱۹۹۰ پورې د ډاکتر نجیب الله تر مشرۍ لاندې.
کشتمند د خلق دیموکراتیک ګوند له لومړنیو او مخکښو غړیو څخه و او د ثور له کودتا وروسته لومړی د پلان وزیر وټاکل شو خو په ګوند کې د اختلاف له کبله بندي شو او تر هغو په پلچرخي کې و چې روسانو پر افغانستان یرغل وکړ او ببرک کارمل یې واک ته ورساوه.
کشتمند، چې د پرچم ډلې غړی و، د ۱۹۳۵ کال د مې میاشت کې د کابل ولایت په چهاردهي ولسوالي کې زېږېدلی و.
سلطان علي کشتمند د ۱۹۹۰ لسیزې په پیل کې د ډاکتر نجیب الله د حکومت له پرزېدو وروسته روسیې ته کډوال شو، له هغه ځایه بریتانیا ته لاړ او تر پایه همالته پاته شو.