Home+ولې انسان ځینې خبرې په زړه کې ساتي او نه یې وایي؟

ولې انسان ځینې خبرې په زړه کې ساتي او نه یې وایي؟

لیکنه: رضاءالله ځار

انسان ډېری وخت داسې حالت تجربه کوي چې زړه یې ډېر څه ويلو ته لري؛ خو په خوله چوپه يا خبرو ته الفاظ نه شي پيدا کولی. په هر انسان کې دا حالت توپير لري، ممکن یو کس غواړي حقیقت ووایي، بل خپل احساس څرګند کړي، بل د خپل درد کیسه له چا سره شریکه کړي، خو دوی بیا هم دا کار نه کوي.

دا حالت دومره عام دی چې تقریباً هر انسان په خپل ژوند کې څو ځله ورسره مخ شوی دی او مخامخ کېږي. کله کله انسان د خلکو په منځ کې ناست وي، خبرې هم کوي، خو د زړه هغه خبرې چې کول يې غواړي يا تر ټولو مهمې وي نه يې شي ويلی. پوښتنه دا ده چې ولې داسې کېږي؟ ولې انسان ځینې خبرې په زړه کې ساتي او نه یې وایي؟

ارواپوهنه دا موضوع د احساساتو پر ساده تجربې سربېره، د انسان د ذهن له ژورو میکانیزمونو سره تړلې موضوع بولي. د ارواپوهنې په ژبه دې حالت ته د احساساتو پټول یا د احساساتو ځپنهEmotion Suppression ویل کېږي. د ارواپوهنې د څېړنو له مخې، کله چې انسان خپل احساسات او فکرونه په شعوري ډول پټوي، ذهن یې هڅه کوي ځان له داسې حالاتو څخه وساتي چې ممکن درد، شرم یا ستونزه رامنځته کړي. (جېمز ګروس او اولیور جان) په یوه مشهوره څېړنه کې څرګنده کړې چې د احساساتو پټول د انسان د احساساتو د تنظیم یوه طریقه ده، خو که دا حالت دوام پیدا کړي، نو د ذهني فشار له زیاتېدو سره تړاو پیدا کوي (Gross & John, 2003).

یو مهم دلیل چې انسان خپلې خبرې نه وایي د نورو له قضاوت وېره ده. انسان یو ټولنیز موجود دی او د نورو نظرونه ورته ارزښت لري. که انسان فکر وکړي چې د هغه خبرې به د نورو له خوا بدې تعبیر شي، نو هغه به چوپ پاتې شي. د مثال په ډول، یو ځوان ښايي غواړي د خپلې کورنۍ سره د خپل ژوند د انتخابونو په اړه خبرې وکړي، خو وېرېږي چې هسې نه کورنۍ به یې انختخاب رد کړي. یا یو کارکوونکی غواړي خپل نظر له مدیر سره شریک کړي، خو فکر کوي چې دا کار به د هغه د دندې لپاره ستونزه جوړه کړي. د Medical News Today په یوه مقاله کې ویل شوي چې خلک ډېری وخت خپل احساسات ځکه پټوي چې له شرم، قضاوت او ردېدو څخه وېرېږي. کله چې انسان فکر کوي چې د هغه خبرې به ونه منل شي، نو ذهن یې د چوپتیا انتخاب کوي (Medical News Today, 2023).

بل مهم عامل يې شرم او د کمزورۍ وېره ده. ځینې احساسات د انسان لپاره ډېر شخصي وي. غم، وېره، نا امېدي یا ماتېدنه هغه حالتونه دي چې انسان نه غواړي نور خلک یې وویني. کله کله انسان داسې احساسوي، که چيرې خپل درد بیان کړي، نو خلک به یې کمزوری وګڼي. په داسې حالت کې ذهن هڅه کوي احساسات پټ کړي. ارواپوهنه دا حالت د دفاعي میکانیزمونو له ډلې ګڼي. د Simply Psychology د یوې مقالې له مخې، د احساساتو پټونه یو داسې دفاعي میکانیزم دی چې انسان په کې په شعوري ډول خپل دردمن فکرونه او احساسات له ذهنه لرې ساتي، تر څو د ذهني فشار شدت پرې کم کړي (Simply Psychology, 2024).

انسان ډېری وخت د اړیکې د بقا او ساتنې لپاره هم د خپل زړه خبرې نه کوي. ځکه اړیکې د انسان د ژوند مهمه برخه ده او خلک تل په دې هڅه کې وي، چې اړیکې خوندي وساتي. په اړيکو کې کله کله داسې خبرې هم وي چې ویل یې د شخړې سبب ګرځي. د مثال په ډول، یو ملګری ممکن د خپل بل ملګري له چلند څخه خپه وي، خو دا خبره نه کوي. ځکه هغه وېرېږي، که دا موضوع مطرح کړي، نو ملګرتيا به يې زیان وویني. خو څېړنې ښيي چې د احساساتو اوږدمهاله پټول اړیکې پخپله د کمزورۍ لوري ته بيايي. یوه څېړنه ښيي هغه کسان چې خپل احساسات تل پټوي، د اړیکو په کیفیت کې ستونزې تجربه کوي، ځکه نور خلک د هغوی ریښتینی حالت نه شي درک کولای (Butler et al., 2003).

د انسان د ماشومتوب تجربې هم په دې موضوع کې مهم رول لري. که یو ماشوم داسې چاپېریال کې لوی شوی وي چېرته چې د احساساتو منل نه وي، نو هغه به ورو ورو زده کړي چې خپل احساسات پټ کړي. د مثال په ډول، که یو ماشوم ته تل ویلی کېږي چې ژړا مه کوه، غوسه مه کوه، یا دا خبرې مه کوه، نو هغه به په ذهن کې دا باور پیدا کړي چې احساسات باید پټ وساتل شي. دا ډول تجربې وروسته د انسان د شخصیت یوه برخه ګرځي. کله چې دا ماشوم لوی شي، ممکن بیا هم د خپلو احساساتو په څرګندولو کې ستونزه ولري.

کله کله انسان نه یوازې دا چې حپل احساسات پټوي، بلکې فکرونه پټول هم غواړي. انسان هڅه کوي یو فکر له ذهنه وباسي، خو بیا هم هغه فکر بېرته ذهن ته راګرځي. ارواپوه ډینیل وېګنر دې حالت ته د ذهني کنټرول متناقضه پروسه یا Ironic Process Theory  نوم ورکړی. د دې نظریې له مخې، کله چې انسان هڅه وکړي یو فکر له ذهنه لرې کړي، ډېر وخت هماغه فکر لا زیات ذهن ته راګرځي. يانې ذهن داسې جوړښت لري چې د فکرونو زور زیاتي پټول په کې تل برلاسي يا بريمن نه وي (Wegner, 1994).

د احساساتو پټول که څه هم کله کله لنډمهالې ارامښت راولي، خو که عادت وګرځي، نو د انسان پر رواني حالت ډېر منفي اغېز پرېباسي. ځینې څېړنې ښيي هغه کسان چې خپل احساسات تل پټوي، د اضطراب او ذهني فشار له لوړې کچې سره مخ کېږي. د Psychology Today  په یوه مقاله کې ویل شوي چې د احساساتو دوامداره پټول کولی شي د انسان ذهني فشار زیات کړي او د اړیکو په کیفیت اغېز وکړي. کله چې احساسات نه څرګندېږي، نو ذهن د هغو د ساتلو لپاره انرژي مصرفوي او دا کار انسان ستړی کوي (Psychology Today, 2023).

له بلې خوا، د احساساتو څرګندول تل په دې مانا هم نه دي، چې انسان باید هر څه بې له فکره ووایي. ارواپوهان وایي چې مهمه خبره دا ده چې انسان باید د احساساتو د څرګندولو لپاره سالمه او متوازنه لاره پیدا کړي. يانې داسې وخت او داسې طریقه غوره کړي چې خبرې یې د ستونزې سبب نه شي. کله کله یوه ريښتينې او ارامه خبره کولای شي د کلونو خاموشي پای ته ورسوي.

د انسان ذهن د پیچلو تجربو مجموعه ده. کله کله خاموشي د ځان د ساتنې يوه لاره وي او کله کله بیا د زړه دروند بار. انسان ځکه ځینې خبرې په زړه کې ساتي چې ذهن یې غواړي ځان له درد، شرم یا شخړې څخه وساتي. خو په اوږدمهال کې د ټولو احساساتو پټول د انسان د رواني سلامتۍ لپاره ښه نه دي. کله چې انسان خپل احساسات د باور وړ خلکو سره شریک کړي، ذهن یې سپکېږي او اړیکې یې هم رښتینې کېږي.

په پای کې دا ویلای شو چې د انسان زړه د خبرو یوه پټه نړۍ ده. ځینې خبرې هلته پاتې کېږي ځکه چې ذهن یې د ساتلو هڅه کوي، خو ځینې خبرې بیا هغه وخت خپل ارزښت پیدا کوي چې انسان یې ووایي. د ارواپوهنې څېړنې ښيي چې د احساساتو درک کول او په سالم ډول څرګندول د انسان د رواني سلامتۍ یوه مهمه برخه ده. انسان هغه وخت ځان ښه پېژني چې د خپل زړه خبرې هم واوري او د اړتیا په وخت کې یې له نورو سره هم شریکې کړي.

ماخذونه

  1. Gross, J. J., & John, O. P. (2003). Individual differences in emotion regulation processes. Journal of Personality and Social Psychology.
  2. Butler, E. A., Egloff, B., Wilhelm, F. H., Smith, N. C., Erickson, E. A., & Gross, J. J. (2003). The social consequences of expressive suppression. Journal of Personality and Social Psychology.
  3. Wegner, D. M. (1994). Ironic processes of mental control. Psychological Review.
  4. Medical News Today. Repressed emotions: Causes and effects.

https://www.medicalnewstoday.com/articles/repressed-emotions

  1. Simply Psychology. Suppression as a defense mechanism.

https://www.simplypsychology.org/suppression-as-a-defense-mechanism.html

  1. Psychology Today. Pitfalls of suppressing emotions.

https://www.psychologytoday.com

  1. National Library of Medicine (PMC). Research on emotion suppression.

https://pmc.ncbi.nlm.nih.gov       

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د یوه نوي چاپ شوي کتاب په اړه لنډه یادونه

دودیال له درې کلونو را دېخوا د آنلاین تدریس په ترڅ کې د زیات شمېر محصلانو او د پوهنتونو د نویو فارغانو غوښتنه د...