Home+په ډیجیټل برخه کې د افغان تعلیمي اکاډمۍ هڅې

په ډیجیټل برخه کې د افغان تعلیمي اکاډمۍ هڅې

لیکنه: غني حسن

د سریزي په توګه:

(په کندهار کي تعلیمي او ښوونیزو مرکزونو ته لنډه کتنه)

شاوخوا (۲۰۰۵ز) کال به و، چي د انګلیسي ژبي د زده کړي لپاره یو مهم او معتبر سنټر/کورس احمدشاه بابا تعلمي مرکز ته ولاړم، چي رښتیا سي، په کندهار کي د احمدشاه بابا تعلیمي او کلتوري مرکز د مشر عبدالباقي پوپل خدمتونه او هڅي د ستایلو وړ دي، یادونه ئې ځکه لازمه ده، چي د دې مرکز هڅي له تېر امارت څخه د انګلیسي، کمپیوټر او کلتوري و ادبي هڅو ته ادامه ورکړې وه، چي د (هوډ) په نوم یوه علمي، ادبي،کلتوري او مالوماتي مجله خپروله، چي په هغه وختونو کي د دوی دا لومړنۍ هڅي د کندهار ښار لپاره او د ځوانانو په روزنه کي ئې مقام خورا دروند بولم،  ورپسې د افغان سینټر د مشر رحمت الله قریشي زیار او کار هم د ستایلو وړ دئ او بیا دکندهار ښار په ښوونځیو کي د [AEF- Afghan Education Foundation] خاصه ونډه او د حاجي نصیراحمد احساس او داسي عالي فکر بیخي ډېر د ستایلو وړ ځکه دئ، چي په هغه وختونو کي ئې ټول خدمتونه وړیا ول، ورپسې د شیرزي سینټر او تر هغه وروسته د (ACCA) خدمتونه، چي په انګلیسي،کمپیوټر، ګرافیک ډیزاینونو، اداره و مدیریت او … نورو مهارتونو او لنډمهاله کورسونو کي د احسان الله احسان، احسان د هیرولو نه دئ، ممکن نورو ډېرو مرکزونو هم دغسي علمي، تعلیمي او ښوونیزو برخو کي کار کړی وي؛ خو د هغه وخت د افغان ایجوکیشن فاونډیشن(AEF) اغیز که ووایم، چي هم ئې مؤثریت او هم ئې مثمریت عالي وو، مبالغه نه ده، ځکه په اکثریتو ښوونځیو کي ئې د انګلیسي ژبي د زده کړي او کمپیوټر زده کړي لپاره په وړیا ډول د زده کړو زمینه مساعده کړې وه. چي کاشکی مي ارقامو ته لاسرسی وای، خو وبه وایم، چي په زرګونه بې وسه او د غریبو لپاره یو بهترین او مهم ادرس تر څنګ د هېواد ټول دولتي سیسټم ته ئې په علم سمبال کادرونه وړاندي کړل، په هر وزارت، هر ریاست او هر ولایت کي ئې د پورته ذکر سوو مرکزونو څخه فارغین په دندو ګمارل سوي ول، په نړیوالو انجوګانو او د هېواد په سطحه انجوګانو او مؤسسو ته په زرګونو ښځینه او نارینه وړاندي کړې دي. دا له (۰۵ ۲۰) څخه تر( ۲۰۲۰) پوري کندهار کي د ژبو،کمپیوټر زده کړو، کلتوري، ادبي او ښوونیزي دورې ته لنډه کتنه وه – اوس چشي سته او څه کوي؟

د افغان تعلیمي اکاډمۍابتکار

خبره د افغان تعلیمي اکاډمۍ ته درېږي، دا هغه نوم دئ، چي په 2020 میلادي کال کي ئې د کندهار ښار په زړه کي خپل علمي او تعلیمي خدمتونه پيل کړه، دا اکاډمي د جنوب غرب زون په کچه نه یوازي چي د کانکور د اماده‌ګۍ خدمتونو ته ئې لستوڼي راپورته کړیدي، بلکي د يو ستر او معتبر مرکز په حیث ئې تر دې مهاله زرګونه ځوانان د هېواد بېلابېلو پوهنتونونو ته بریالي او ټولني ته وړاندي کړيدي.

 افغان تعلیمي اکاډمي د افغانستان د معارف/پوهنې وزارت نصاب په تصویري بڼه د ثبتېدلو لپاره یوه ځانګړې سټوډیو جوړه کړه، مسلکي او مجرب استادان ئې ورته ونیول او له اووم څخه تر دولسم ټولګی پوري ئې ټول د معارف نصاب په تصویري بڼه ثبت کړ، نه یوازي چي د هر صنف هر درس ئې ثبت کړ، بلکي پر یوټوب چینل ئې د ټولو ښځینه او نارینه وو لپاره خپور کړ، او ددې تر څنګ هر څوک کولای سي، ادارې ته ورسي او په هارډیسک/ USB فلش کي ئې په وړیا ډول د خپلو کورنیو او ماشومانو لپاره یادي ویډیوګاني یوسي.

د افغان تعلیمي اکاډمۍ ددې تاریخي او مهم کار ارزښت په دې کي دئ، چي ټولنیز عدالت ته په پام کي نیولو سره، چي هر څوک هرچیري په وړیا ډول او د نننۍ زمانې د اړتیا سره سم متعلیم او محصل باید هم درس واوري او هم وویني. دا د زده کړي پر مهال د متعلمینو سره د مرستي لپاره یو ښه رهنما او حمایوي درسونه بلل کېدای سي، چي هر وخت په هر ځای کي ښځینه او نارینه ورڅخه استفاده کولای سي. زموږ د افغانستان د معارف د نصاب ثبتیدلو ګټي خورا ډیري دي، پر ځینو ئې لنډه رڼا اچووم:

یو:- مخکي دا ټول نصاب په(PDF) بڼه خپور سوی و، خو په ږغیزه او تصویري بڼه ددې ثبتول یو ابتکار او یو تلپاتی کار دئ، چي هر افغان ماشوم/ماشومه ورڅخه هر چیري ښه استفاده کولای سي،

دوه :- د کتابونو چاپ او یا رانیول ډېرو کورنیو ته یو دروند بار دی. خو په وړیا ډول په ډیجیټلي توګه(تصویري او ږغیزي) بڼه دا نسخې به دا بار کم کړي،

درې:- ډیجیټل نصاب یوازي د کتابونو بدیل نه بلل کېږي، بلکي د زده کړي کیفیت لوړوي، د نظر خاوندان نظر ورکولای سي او هره موضوع تحلیل ته لوېږي، ښه او کره ئې مالومېږي، چي د بل واري دپاره نصاب کي کوم موضوعات راواخلي او کوم ترې لیري کړي،

څلور:- ډیجیټل برخه نه یوازي چي د نننۍ زمانې شدیده اړتیا ده، بلکي همیشه د لاسرسي وړ وي، زده کوونکي ته د درسونو د ټولګي په توګه او ښوونکي ته د سرچیني په توګه، زده کوونکی ئې په مبائیل، کمپیوټر او تلویزیون/ پلازماوو کي کتلای او اورېدلای سي،

پنځه:- یوازي د هېواد دننه نه، بلکي په ټوله نړۍ کي مېشت ټول افغانان د خپل هېواد له رسمي نصاب سره بلدېږي او په خپلي مورنۍ ژبو (پښتو او دري) سره استفاده کولای سي، چي په دې سره د افغانانو کلتور او فرهنګ هم خوندي کېږي،

خلاصه دا چي د نصاب ډیجیټيل کول او وړیا خپرول نه یوازي یو تخنیکي خدمت دئ، بلکي د افغانستان د پوهې او د  ټولني د بنسټ جوړولو لپاره یو اړین ګام بللا سو. دا کار د زده کړي حق هر افغان انسان ته د نړۍ ګوټ-ګوټ ته رسوي، په اصل کي موږ د ډیجیټل برخي لپاره کار کولو ته ځکه مجبور یو، چي دا د دې زمانۍ د اړتیا او د راتلونکي نسل لپاره د تاریخ ثبت او مهم ګام دئ، کاش چي هره اکاډمۍ په خاص ډول د افغانستان د علومو اکاډمي هم د ډیجیټل برخي لپاره لستوڼي راپورته کړي، تشي رتبې، او په شعرونو کي د قافیې عیبونه ونه څيړي بلکي د افغان انسان لپاره خپلي ټولي مقالې ډیجیټل برخو کي ټول ولس باندي ولوروي، ترسره سوي څېړني کومي بلي پيړۍ ته ونه ساتي، د افغانستان دایرة‌المهارف/آریانا لا تر اوسه په هارډ کي خلکو ته د لاسرسي وړ نه دئ، د سافټ شکل او د لاسرسي وړ خو ئې تصور نه کېږي، په زرګونو مقالې،اثار، مجلې او نسخې لا  د علومو اکاډمۍ په زېرخانو کي په دوړو کي شوړېږي، د هغي ورځي په هیله چي هر نصاب مو تصویري. ږغیز او د اپلیکشنونو او پر پاڼو د ټولو د لاسرسي وړ سي.

د افغان تعلیمي اکاډمۍ دا د ابتکاره ډکي هڅي ددې دور لپاره یو انقلاب دی، زه د پښتو ژبي د یو معلم او استاد په حیث ورڅخه منندوی یم، او ورته دا یادونه کوم، چي ستاسو یادي هڅي به په ډیجیټل برخه کي د تاریخ یوه برخه وي،  ستاسو د دغسي عالي کیفیت او په لنډیز سره د درسونو بل مثال نسته. ستاسو دغه خدمت له د هري افغاني کورنۍ سره د اقتصادي مرستي په توګه ډېره لویه مرسته او همکاري ده، دا په داسي نقطه زمان کي د هري کورنۍ، د هر زده کوونکي او هر علاقمند سره د پوهې یو بل مشعل کېدای سي. د دې مشعل د تلپاتي رڼا په هیله.

لاندي لینک باندي کلیک وکړئ او د افغانستان د پوهني وزارت تائید مکمل نصاب ووینئ او واورئ!

عمومي لینک: https://www.youtube.com/@AfghanLearningAcademy-z9t

زما د پښتو ژبي د درسونو لینک:

https://www.youtube.com/watch?v=uX5d6Bl3AwU&list=PLDorzxXmdBeDTrlJmj-yEJ5CqGDMQaWb6

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د یوه نوي چاپ شوي کتاب په اړه لنډه یادونه

دودیال له درې کلونو را دېخوا د آنلاین تدریس په ترڅ کې د زیات شمېر محصلانو او د پوهنتونو د نویو فارغانو غوښتنه د...