Homeخبرونهامریکا، افغانستان د ناسمو نیونو د ملاتړو هېوادونو نوملړ کې شامل کړ

امریکا، افغانستان د ناسمو نیونو د ملاتړو هېوادونو نوملړ کې شامل کړ

 تاند (سه شنبه د کب – حوت ۱۹مه) ‏ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، افغانستان یې د ناسمو نیونو د ملاتړو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړ.

روبیو زیاته کړې چې “طالبان” د امریکایي وګړو د نیولو له لارې له واشنګټن د سیاسي امتیاز د ترلاسه کولو هڅه کوي.

هغه د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې، د ډینیس کویل او محمود حبیبي په ګډون افغانستان کې ټول بندي امریکایان خوشې کړي.

بل لورته بیا تازه ‏په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایک ولټز د امریکایي وګړو د نیولو، د افغان ښځو او نجونو پر زده‌کړو د بندیزونو او د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو د محدودیتونو له امله پر طالبانو نیوکه کړې ده.

مایک ولټز افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته ویلي، “د امریکا لومړیتوب د خپلو وګړو امنیت او له افغانستانه د را څرګندېدونکو ترهګریزو ګواښونو مخنیوی دی.”

هغه دغه راز اندېښنه څرګنده کړې چې دا بندیزونه د بشري حقونو او د افغان ښځو پر ژوند ناوړه اغېز کوي او نړۍوالو مرستو ته یې د اړمنو د لاسرسي مخه نیولې ده.

طالبانو بیا تر اوسه په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

په امنیت شورا کې د امریکا استازی وايی، د طالبانو په نیټونو جدي شک لري

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

 (څلورم ټوک ـ ناچاپ) د ټاکنو بهیر برخه د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ ټاکنې په ۲۰۰۹ کال کې ما د امریکا غږ راډیو ګز و ګام کوله،...