Homeخبرونهامنیت شورا ناسته کې د چین استازی؛ بېجېنګ د کابل او اسلام...

امنیت شورا ناسته کې د چین استازی؛ بېجېنګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ منځګړتوب ته لېواله دی

 تاند (سه شنبه د کب – حوت ۱۹مه) ‏ ‏د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د چین استازي د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د وروستیو نښتو له امله اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو خواو یې د زغم غوښتنه کړې ده.

د چین دایمي استازي فوکونګ افغانستان اړه د امنیت شورا غونډې ته زیاته کړې چې بیجینګ غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دغو ترینګلتیاو د پایته رسولو په برخه کې رغنده رول ولوبوي.

د چین استازي دغه راز پر طالبانو غږ کړی چې کابل کې د چینایانو پر هوټل د برید په اړه پلټنې وکړي او عاملینو ته یې سزا ورکړي.

نوموړي ویلي چې طالبان باید له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره په ګډه د ترهګریزو ګواښونو د له منځه وړلو او د سیمې د امنیت او ثبات لپاره کار وکړي.

په ورته مهال بیا په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازی واسلي نبنزیا وایي، که څه هم د طالبانو حکومت د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کوي، خو افغانستان کې د داعش خراسان ډلې حضور لا هم اندېښنې راپورته کړي دي.

واسلي نبنزیا افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ویلي چې بهرني ترهګر او له بهره یې تمویل افغانستان بې‌ثباته کوي.

د روسیې استازي زیاته کړې، که څه هم طالبانو د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو هڅې کوي، خو په افغانستان کې د مصنوعي نشه یي توکو تولید زیات شوی او په دې برخه کې نړۍوال ملاتړ خورا مهم دی.

هغه زیاته کړې چې مسکو په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د نجونو د زده‌کړو او د یوه ټولګډوني حکومت د جوړېدو مسلې څاري او تمه لري چې دواړو برخو کې پرمختګونه رامنځته شي.

امریکا، افغانستان د ناسمو نیونو د ملاتړو هېوادونو نوملړ کې شامل کړ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...