تاند (سه شنبه د کب – حوت ۱۹مه) د افغانستان او سرېلانکا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ هغه لوبلړۍ چې ټاکل شوې وه د روانې مارچ میاشتې له ۱۳مې تر ۲۵مې نېټې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي، د منځني ختیځ د خراب امنیتي وضعیت له امله تر نامعلوم وخت وځنډېدې.
راپورونه ښیي چې په لویدیځه اسیا کې د امریکا، اسرائیل او ایران ترمنځ روان نظامي کړکېچ، د هوایي حریمونو تړل کېدو او د الوتنو په برخه کې رامنځته شویو ستونزو دواړه بورډونه اړکړي چې دا سیالۍ وځنډوي.
که څه هم تر اوسه د افغانستان او سرېلانکا کرکټ بورډونو په رسمي ډول په دې اړه اعلامیه نه ده خپره کړې، خو د کرکټ نړیوالو سرچینو کرېک انفو تایید کړې چې دواړه لوري په اوسنیو شرایطو کې د لوبو په ترسراوي هوکړه کړې.
ټاکل شوې وه په دغه سفر کې درې شل اوره لوبې په شارجه او درې یو ورځنۍ لوبې په دوبۍ کې ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې، د روان کړکېچ له امله نه یواځې دا لړۍ، بلکې په قطر کې د فوټبال ځینې لوبې او د کرکټ د نړیوالې شورا (ICC) یو شمېر نورې غونډې هم ځنډېدلې دي.
افغانستان چې متحده عربي امارات د خپل کورني ډګر په توګه کاروي اوسمهال د بل بدیل ځای د نشتوالي او لوجستیکي ستونزو له امله له یوې بلې سختې دورې سره مخ دی.
تر دې وړاندې د انګلستان د ښځینه کرکټ لوبډلې هم خپل روزنیز کمپ له ابوظبي څخه سویلي افریقا ته لېږدولی وو.