Homeخبرونهد ایران د فوټبال پنځه ښځینه لوبغاړو اسټرالیا کې د پناه غوښتنه...

د ایران د فوټبال پنځه ښځینه لوبغاړو اسټرالیا کې د پناه غوښتنه کړې

تاند (سه شنبه د کب – حوت ۱۹مه) ‏د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیزي د سې شنبې په ورځ وویل چې، د ایران د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې پنځو غړو، چې په اسټرالیا کې د ښځو د اسیا جام سیالیو کې برخه اخلي، بشري ویزې ترلاسه کړې دي.

د سي اېن اېن په راپور کې هغه دا هم تایید کړې چې د دې موضوع په اړه یې د امریکا د ولسمشر ټیلیفوني اړیکه هم ترلاسه کړې وه.

د دغو لوبغاړو پلویانو له اسټرالیا حکومت څخه غوښتنه کوله چې، ښځو ته پناه ورکړي، ځکه وېره موجوده وه چې ښايي دوی په ایران کې له ځورونې سره مخ شي.

دا وېره وروسته له هغه راپورته شوه کله چې دوی د تېرې دوشنبې په لومړۍ لوبه کې د ملي سرود له ویلو ډډه وکړه.

البانیزي وویل چې، د حکومت چارواکو له څه مودې راهیسې پر دې موضوع کار کاوه او دا لوبغاړې خوندي ځای ته لېږدول شوې دي.

هغه زیاته کړه چې دا وړاندیز د لوبډلې نورو لوبغاړو ته هم شوی دی.

د ایران ښځینه فوټبال لوبغاړې

د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیزي د سې شنبې د خبري کنفرانس پر مهال وویل: «موږ چمتو یو چې د لوبډلې نورو ښځو سره هم مرسته وکړو. دا یو ډېر حساس حالت دی او پرېکړه د هغوی خپله ده، خو موږ ورته وایو که تاسې زموږ مرسته غواړئ، مرسته شته او موږ به یې درسره وکړو.»

تر دې مخکې، د ایران انټرنېشنل سپورتې خبریالې راها پوربخش سي‌اېن‌اېن ته ویلي وو چې لږ تر لږه اووه لوبغاړې د لوبډلې له هوټله وتلې دي، چې له دې ډلې پنځو یې اوس د اسټرالیا له فدرالي پولیسو سره د پناه غوښتنه کړې ده.

پوربخش زیاته کړې چې د هغو پنځو لوبغاړو له ډلې د درېیو د کورنیو غړي په ایران کې ګواښل شوي  او زیاته یې کړه چې لږ تر لږه د دوو نورو لوبغاړو ځای لا هم نه دی معلوم، ځکه په خبره یې هغوی هم له هوټله وتلې دي.

په راپور کې پوربخش زیاته کړې چې د ایران د فوټبال فدراسیون مشر مهدي تاج ته اسټرالیا ته کله چې هغې غوښتل د لوبډلې د ستنولو لپاره اسټرالیا ته ولاړ شي، دغه هېواد د سفر ویزه ورنکړه.

د ایران ښځینه فوټبال لوبغاړې

د هغه پر ځای د فدراسیون مرستیاله فریده شجاعي اسټرالیا ته ولاړه

د Truth Social په یوه بیان کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل که اسټرالیا اجازه ورکړي چې دغه لوبغاړې بېرته ایران ته ستنې شي، نو دا به «یوه سخته بشري تېروتنه» وي.

هغه زیاته کړه چې که اسټرالیا دوی ته پناه ور نکړي، نو متحده ایالات به دغو ایراني لوبغاړو ته پناه ورکړي.

دا خبره داسې مهال کېږي چې د ټرمپ ادارې تېر کال پر ایرانیانو د سفر بندیزونه هم لګولي وو.

ټرمپ وروسته بیا په یوه بل پیغام کې ولیکل چې له اسټرالیايي لومړي وزیر سره یې خبرې کړې دي او «پنځه لوبغاړې لا دمخه خوندي شوې دي» او «نورې هم په لاره دي.»

په غبرګون کې بیا د ایران لومړي مرستیال ولسمشر محمدرضا عارف دا موضوع «رواني جګړه» وبلله او ټرمپ یې تورن کړ چې د ایران په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو هیر شوی لیک | آصف بهاند

«گله لیوال گله!» ما د لېوال صاحب «لام او ایلینو» منظومه په ۲۰۱۱ ام کال چې څنگه ترلاسه کړه، نو یوه کاپي مې ترې واخیسته...