Homeخبرونهتازه: یو پاکستاني پلاوی د خبرو لپاره کابل ته راغلی

تازه: یو پاکستاني پلاوی د خبرو لپاره کابل ته راغلی

تاند (سه شنبه د کب – حوت ۱۹مه) د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ یو پاکستانی درې کسیز پلاوی د خبرو اترو لپاره کابل ته راغلی دی.

یوې باوري سرچینې رسنیو ته ویلي چې، دا پلاوی نن سه شنبه کابل ته راغلی دی.

د دې پلاوي د راتګ موخه د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ترینګلتیاوو کمول او د اختلافاتو د حل لارو ارزول یاد شوي دي.

د مالوماتو له مخې په دغه پلاوي کې د مولانا فضل الرحمن ترڅنګ  مولانا عبدالله مظهر او مولانا سجاد عثماني شامل دي.

دغه پلاوی په داسې مهال کابل ته راځي چې، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت جګړه ییزې او له تېرو دوو اونیو راهیسې جګړه روانه ده.

دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه کله چې، پاکستاني لوري پر افغانستان هوایي یرغل وکړ.

په بدل کې بیا افغان لوري غچ اخیستونکي بریدونه پيل کړل چې، د امنیتي ادارو د ادعاوو پر اساس پاکستاني لوري ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله.

دغه راز د دې پلاوي تر راتګ وړاندې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د چین استازي هم د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د وروستیو نښتو له امله اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو خواو یې د زغم غوښتنه کړې ده.

د چین دایمي استازي فوکونګ افغانستان اړه د امنیت شورا غونډې ته زیاته کړې چې بیجینګ غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دغو ترینګلتیاو د پایته رسولو په برخه کې رغنده رول ولوبوي.

امنیت شورا ناسته کې د چین استازی؛ بېجېنګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ منځګړتوب ته لېواله دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو هیر شوی لیک | آصف بهاند

«گله لیوال گله!» ما د لېوال صاحب «لام او ایلینو» منظومه په ۲۰۱۱ ام کال چې څنگه ترلاسه کړه، نو یوه کاپي مې ترې واخیسته...