Homeخبرونهد نړیوال کړکېچ ډله: پاکستان او افغانستان باید خپلې شخړې د دوستو...

د نړیوال کړکېچ ډله: پاکستان او افغانستان باید خپلې شخړې د دوستو هیوادونو له منځګړتوب حل کړي

تاند (سې شنبه، د کب/ حوت ۱۹ مه) د کړکېچ نړیواله ډله وايي، پاکستان او افغانستان باید خپلې شخړې د دوستو هېوادونو په منځګړیتوب د خبرو له لارې حل کړي. خو په خېبر پښتونخوا کې د شخړو د ښه مهارولو لپاره اسلام‌اباد ته پکار ده چې خپل اوسنی غبرګون هم له سره وارزوي، د بغاوت ضد تګلارې په اړه له ځایي خلکو سره سلا مشوره وکړي او د پوځ او ایالتي قانون پلي کوونکو ادارو ترمنځ همکاري نوره هم پیاوړې کړي.

دې ډلې په خپل وروستي راپور کې، چې نن پاکستاني رسنیو خپور کړی، ویلي، که څه هم د پاکستان غوسه د درک وړ ده، خو اسلام‌اباد باید هغه پالیسۍ هم له سره وڅېړي چې د پولې دواړو غاړو ترمنځ سوداګري یې کمزورې کړې او همداراز په پاکستان کې د افغان اتباعو پر وړاندې خپل دریځ بیا وارزوي.

د نړیوال کړکېچ ډلې په راپور کې، چې «د افغانستان پر پوله د وسله‌والو د زیاتوالي پر وړاندې غبرګون»  تر سرلیک لاندې خپور شوی دی، د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر روانه شخړه اندېښنه ښکاره شوې ده.

د نړیوال کړکېچ ډلې د جنوبي اسیا د پروژې مشرې او د اسیا د چارو سلاکارې سمینه احمد خبرداری ورکړی چې د کړکېچ نوره زیاتېدا به یوازې بې‌ثباتي لا پسې زیاته کړي. د افغانانو ډله‌ییز ایستل او د پولې اوږدمهاله تړل بشري او اقتصادي فشارونه زیاتوي، او ډېر زیانمن کسان باید بېرته په زور ستانه کړل شي.

هغې وویل:
«اسلام‌اباد او کابل باید د ترکیې، قطر او سعودي عربستان په شان د باوري شریکانو په منځګړیتوب ژر تر ژره خبرې بېرته پیل کړي. همدارنګه په اسلام‌اباد او خیبر پښتونخوا کې سیاسي مشران باید ګوندي سیالۍ یوې خوا ته کېږدي او د ګډ وسله‌وال ګواښ پر وړاندې په ګډه کار وکړي.»

پاکستان، البته، دا حق لري چې له بهرنیو وګړو—د افغانانو په ګډون—وغواړي چې د ویزې له لارې په قانوني ډول دې هېواد ته داخل شي. خو سره له دې چې پاکستان له نوو راغلو افغانانو څخه د اسنادو غوښتنه کوي، باید د هغو کسانو ته چې لا له وړاندې په دغه هېواد کې مېشت دي د ویزو ورکړه او یا غځولو بهیر چټک کړي، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو فعالانو، خبریالانو او هغو ښځو او نجونو ته چې د درملنې یا زده‌کړو فرصتونو په لټه کې دي.

په راپور کې ویل شوي:
«د ملګرو ملتونو ادارې، سیمه‌ییز او نړیوالې نادولتي مؤسسې او د مدني ټولنې سازمانونه—په پاکستان کې د بشري حقونو ډلې هم—کولی شي د افغان کډوالو د دې تر ټولو زیانمن قشر د زده‌کړو، روغتیايي خدمتونو او اقتصادي اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي. په همدې وخت کې لوېدیځ حکومتونه باید ژر تر ژره هغه کډوال بېرته مېشت کړي چې د انتقال لپاره منظور شوي دي او هغو کسانو ته لومړیتوب ورکړي چې تر ټولو ډېر د ساتنې اړتیا لري.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

رینګه/اجمل پسرلی

زنګ/ اجمل پسرلی

یو هیر شوی لیک | آصف بهاند

«گله لیوال گله!» ما د لېوال صاحب «لام او ایلینو» منظومه په ۲۰۱۱ ام کال چې څنگه ترلاسه کړه، نو یوه کاپي مې ترې واخیسته...